د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد د سویلي افريقې لوبغاړي اينډيل پهلواکيو ته د لوبې په مهال ویلي، " ای کاليا، ستا مور چرته ناسته ده؟ نن دې څه ويلي او راغلی یې".
سرفراز احمد دغه خبره په ډربن کې د سویلي افريقې سره روانه سيالۍ کې هغه وخت کړې ده چې کله د افريقې لوبغاړي پينځوسيزه (۵۰) پوره کړه.
سرفراز احمد کپتان دی او د وکټ په شا ولاړ وي (وکټ کيپر) وي.
د هغه دا خبره په وکټو کې په لګېدلي مايک اورېدل شوې او په لوبه کمنټري کوونکو چې پکې د پاکستان رميز راجه هم شامل دی په دې خبره غږېدلي دي چې سرفراز احمد دغه خبره وکړه.
سرفراز په سوشل ميډيا د سختو نيوکو وروسته په خپله خبره بخښنه غوښتې ده.
خو له دې وړاندې په نوموړي سختې نيوکې شوې وې.
د پاکستان پخواني تېز بالر شعېب اختر ویلي،
د سرفراز دغه "خبره د پاکستاني په حېث بيخي د قبلولو وړ نه ده او هغه په ښکاره د دې بخښنه غوښتل پکار دي".
يو بهرنې خبریال برنې رېډ ويلي،
"سرفراز ډېره ناوړه خبره کړې ده، مايوسه او هغه له سخته سزا پکار ده، په دغه خبره د رميز رويه هم سمه نه وه".
رميز راجه چې پاکستانی کمينټرېټر دی د هغه نه په دغه وخت کې چې سرفراز دا خبره وکړه همکار کمېنټرېټر پوښتنه وکړه چې هغه څه وویل، راجه يې په ځواب کې ویلي، "دا ګرانه ده چې زه يې وژباړمه دا اوږده خبره ده".
پاکستاني ژورنالسټ طلعت حسېن په ټويټر ویلي،
"د سرفراز دغه خبره د يقين وړ نه ده په بشپړ ډول د غندلو ده. هغه بايد د دې خبرې سپيناوی وکړي، بخښنه وغواړي او سزا یې وخوري".
د کرکټ وېب پاڼې (اي اېس پي اېن) ترمخه په لوبه کې د نسل پرستۍ، کرکې او د دې سره اړوند خبرې د کرکټ د نړیوالې شورا (ايي سي سي) د نسل پرستې د قاعدې پرضد دي. او په دغسې کولو سرفراز د سختې ستونزې سره مخ کېدی شي.
په سوشل ميډيا ځینو کسانو دا غوښتنه هم کړې ده چې د ايي سي سي لخوا د سرفراز پرضد د ګام پورته کولو څخه وړاندې بايد د پاکستان کرکټ بورډ په خپله د هغه پرضد ګام پورته کړي.
د پاکستان کرکټ بورډ دغه خبرې ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ویلی.