لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د لنډ واټن ویشتونکی بېلیسټیک میزایل "نصر" ازمویلی


واشنګټن ــــ د "نصر" په نامه د دې توغوندي په توغولو پاکستان غواړي د خپل پوځ عملیاتي قدرت لا پیاوړی کړي. دا میزایل لوړې کچې، د ډزو او سکوډ د وسلو سیسټم دی چې د نورو الوتنو د ناکامولو توان هم لري. همداراز داسې یو دفاعي او هوايي دفاعي سیسټمونه لري چې د دښمن د میزایل مخنیوی کولای شي.

د دغې ازموینې په مراسمو کې د شاهین محمود حیات، د لوی درستیز د کمېټېۍ مشر، د عمومي ستراتیژیکو پلانونو د څانګې مشر، د پوځ د سټراټیژیکو ځواکونو قوماندان، د نېسکام مشر، د پوځي ځواکونو لوړپوري افسران، د ستټراټیژیکو ادارو ساینسپوهانو او انجنیرانو پکې ګډون کړی.

د پاکستان صدر عارف علوي، وزیراعظم عمران خان او د ګډو ځواکونو د کمیتې مشر په دغه بریالۍ ازموینې او د دغو پېچلو وسلو د سیسټم په جوړولو د هیواد ساینسپوهانو او انجنینیرانو ته مبارکي ورکړې ده چې د پاکستان دفاعي وړتیا لوړوي.

د جې سي ایس کمیټي مشر د پوځي ځواکونو د روزنې او د عملیاتو لپاره د معیاري تیاریو ستاینه وکړه.

هند او پاکستان تر دې دمه له یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمېر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوی د ایټمي وسلو سیالي نوره هم چټکه شوې ده.

دواړه ګاونډي هیوادونه تر 100 زیات ایټمي بمونه لري او د دغو بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د ځمکې، هوا او د اوبو له لارې ذریعې پیدا کوي.

هند تېر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې د جنګ په صورت کښې به په پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید لومړی هغوی کوي.

ځينې څېړونکي دا پوښتنې راپورته کوي چې ولې پاکستان د اټومي وسلو د لرلو باوجود د روایتي وسلو له جوړولو څخه لاس نه اخلي.

څېړنیزې ادارې وايي د پاکستان پوځ د دغه هېواد د اقتصادي کړکېچ ذمه وار دی ځکه چې تر ټولو زیاتې پيسې د پوځ د پیاوړتیا لپاره کارول کیږي نه د هيواد د پرمختګ لپاره.

XS
SM
MD
LG