لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو ملا عبدالغني برادر امریکا سره دسولې دخبرو دپاره خپل مشر ټاکلی


طالبانو امریکا سره دسولې دخبرو د روانې لړۍ دپیاوړتیا دپاره ملا عبدالغني برادر په قطر کې دخپل سیاسي دفتر مشر ټاکلی چې له دې وروسته به دهغه په مشرۍ دسولې خبرې پرمخ ولاړې شي.

ملا غني چې د تیرو اتوؤ کالو راهسې په پاکستان کې بندي وؤ درې میاشتې مخکې د امریکایي استازي زلمي خلیل زاد اؤ پاکستاني چارواکو ترمینځ دخبرو په نتیجه کې د بنده خوشې کړل شوی ؤ.

د زیارت په ورځ طالبانو خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې دطالبانو دسیاسي دفتر د مشر په توګه دملا برادر ټاکنه امریکا سره د روانو مذاکراتو دځواکمنتیا په خاطر شوې ده.

په قطر کې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ د څلورو ورځو اوږدې خبرې شوې دي اؤ دپنجشنبې په ورځ نړیوالو رسنیو دعوې کړي چې په دغو مزاکراتو کې طالبان اؤ امریکا په مهمو نکاتو متفق کیدلو ته نزدې شوي دي.

طالبانو امریکا ته شرط ایښی چې افغان دولت سره به هله روغه کوي چې بهرني ځواکونه دافغانستان څخه اوځي اؤ‌ دطالبانو یو پخواني کمانډر اکبر اغا پرون رسنیو ته ویلي چې امریکا ددغه شرط منلو ته اماده شوې ده.

دافغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم تیره ورځ احتمال ښودلی ؤ چې افغانستان کې دسولې دټینګښت له امله بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلی شي.

څیړونکي وایي چې دطالبانو لخوا سولې دخبرو مشري ملا عبدالغني برادر ته ورکول ښایي چې طالبان هم اوس لکه دپخوا په څیر پخپله خبره تڼۍ نه شلوي بلکې غواړي چې امریکا سره یو سوله ییز حل ته لاره ومومي.

ملا بردار دطالبانو هغه مشر دی چې دملا عمر سره یې یوځائ ددغه تحریک بنسټ ایښودلی ؤ اؤ هغه په کال۲۰۰۱ کې په افغانستان د امریکایي برید نه وړاندې دطالبانو په حکومت کې مهمې ذمه وارۍ ترسره کولې.

په کال ۲۰۱۰م کې دامریکایي استخباراتي شبکې سي ایي ای په مرسته دپاکستان استخباراتي شبکې ایي ایس ایي هغه دپاکستان دکراچۍ ښار څخه نیولی ؤ.

تیرکال په ۱۲م اکتوبر افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیل زاد طالبانو سره خبرې اترې کړې وې چې دغو خبرو کې طالبانو دخپلو ځېنو نورو مشرانو ترڅنګ دملا برادر دبند نه دخوشې کولو غوښتنه هم کړې وه وه.

درې میاشتې وړاندې پاکستان هغه دبند څخه خوشې کړی اؤ ویل کیږي اوس به نوموړی ډیر زر امریکا سره دسولې روانو خبرو کې دبرخې اخستلو په موخه قطر ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG