لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او کانگرس موافقه وکړه چې د دریو اونیو لپاره د امریکا د فډرالي حکومت تړل شوې ادارې بیرته پرانیزي.

په تیرو ۳۵ ورځو کې د امریکا د حکومت د یو شمېر ادارو د بندېدو په ترڅ کې د فډرالي ادارو شاوخوا اته لکه کارکونکي له تنخوا بې برخې وو. خو دا اعلان هم وشو چې د حکومت هغه ټولو کارکونکو ته به تنخواوې ورکول کیږي څوک چې د حکومت د تړل کېدو له امله اغېزمن شوي وو.

که څه هم د امرېکا په تاریخ کې وړاندې هم حکومتونه تړل شوي دي خو په لومړي ځل دا موده د پینځو اونیو نه هم زیاته شوه او له هم دې له امله دا د امریکا په تاریخ کې د حکومتي ادارو د تړل کېدو تر ټولو اوږده دوره وه.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمعې ورځ په یو خبري کنفرانس کې د فډرال حکومت له کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د حکومت د یو شمېر ادارو د تړل کېدو برسېره یې خپلو کارونو ته دوام ورکړی.

--------------

د بشري حقونو نړیوالو ادارو له سعودي عربستان څخه غوښتي چې نړیوالو څارونکو ته دې اجازه ورکړي ترڅو د بشري حقونو د بندي شويو فعالینو د شکنجه کولو د تورونو په اړه پلټنې وکړي.

په منځني ختیځ کې د بخښنې د نړیوالې ادارې (امنیسټې انټرنېشنل) مشر لېن مالوف وویل، د سعودي عربستان چارواکي تل په دې کې پاتې راغلي چې په سمه توګه بندیان وساتي او د هغوی د حقونو په برخه کې خپلواکو څارونکو ته د پلټنو اجازه ورکړي.

همدارنګه په منځني ختیځ کې د بشري حقونو د څار د ادارې (اچ ار ډبلیو) مشر مایکل پېج ویلي، چې په سعودي کې کورني پلټونکي لږ داسې چانس لري چې د بندیانو سره د روان چلند په اړه حقیقتونه ترلاسه کړي.

دواړو ادارو په ځانګړې توګه د بشري حقونو د هغو لسو فعالینو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې په سعودي کې بندیان شوي دي.

په سعودي کې د بشري حقونو د ریکارډ په اړه وروسته له هاغې د نړیوالو لخوا پوښتنې ګروېږنې پیل شوي کله چې په تېر اکټوبر کې د واشنګټن پوست یو لیکوال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

-------------

د یونان وکیلانو له مقدونیې سره داسې یو تړون لاسلیک کړ چې په ترڅ کې یې ددغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نږدې دریو لسیزو لانجه پای ته ورسېدله.

ددغه تړون له مخې به د بالکان دغه هېواد د شمالي مقدونیې یا نارت مسیډونیا په نامه یادېږي.

د یونان پارلمان په لږ توپیر دغه تړون د جمعې په ورځ تصویب کړ چې د ۱۴۶ مخالفو رایو په وړاندې ۱۵۳ موافقې رایې وې.

ددغه تړون له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بېرته سمې شي او همدارنګه مقدونیه به اوس وکولای شي چې له ناټو او اروپايي ټولنې سره یوځای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ددغه تړون د تصویب کېدو له امله د یونان د حکومت ستاینه وکړه او دا یې یو تاریخي تړون وګاڼه.

-----------------

په برازیل کې د اوبو د یو بند د نړېدو له امله اوبه او خټې په شاخوا کلیو باندې اوښتي چې په ترڅ کې یې نږدې ۲۰۰ کسان بې درکه شوي دي.

چارواکي وايي، د سترو سیلابونو په څېر اوبه په نږدې کلیو او ښارونو باندې اوښتي او ګڼ شمېر کسان په سیمه کې بند پاتې دي.

د اور وژنې چارواکي وايي، په ورکو شویو کسانو کې ۱۰۰ تنه حکومتي مامورین هم وه، څوک چې د یاد ډېم په سیمه کې د غرمې ډوډۍ لپاره سره راټول شوي وو.

------------------

د ایټالیا او فرانسې د پولو ترمنځ یو هیلي کوپټر د سیلانیانو له یوې الوتکې سره جنګېدلې او پنځه کسان په کې مړه شوي دي.

د ایټالیا د ژغورنې کارکونکو د پېښې په ځای کې دوه ټپیان هم موندلي دي.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دغه پېښه څرنګه رامنځ ته شوې ده.

په پېښه کې د قربانیانو د پېژندګلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.



هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG