لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پي ټي اېم درې نور غړي نيول شوي او عالمزېب جېل ته ولېږل شو


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) درې غړي نيول شوي درې نور پوليسو غوښتي او کښېنولي يې دي او عالمزېب محسود جېل ته لېږل شوی دی.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وي او ای ډيوه ته وويل، دوي نن د خالي، شنبې په سهار د سهراب ګوټ څخه عدالت ته روان ؤ، ځکه چې د عالمزېب محسود نن عدالت ته مخامختيا وه.

هغه وويل په سهراب ګوټ الاصف کې د دوي ملګري محمدشېر، جان عباس او صدام ونيول شو او بيا پسې کاکاشفيع ترین، محمدالله او زاهد اېس پي ملير غوښتي او کښېنولي دي.

د اېس پي سهراب ګوټ محمد اعظم جمالي نه چې وي او ای ډيوه په دغه اړوند پوښتنه وکړه هغه وويل په ميټنګ کې دی اوس خبرې نه شي کولی او ډي اېس پي سهراب ګوټ افتاب عالم ټيليفون ته ځواب نه وايي.

پي ټي اېم د شورو په ورځ د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې احتجاجي پرلت پېل کړی او پينځه غوښتنې لري،

د پي ټي اېم پينځه غوښتنې،

۱ـ په دوېم دسمبر د منظور پشتين کراچۍ ته د راتګ وروسته جوړې شوې مقدمې (اېف ايي ارې) دې ختمې کړی شي.
۲ـ عالمزېب محسود دې خوشی کړی شي.
۳ـ په سنټرل جېل کې بندي د پي ټې اېم درې غړي دې خوشي کړی شي.
۴ـ په سیند صوبه او په ځانګړي ډول په کراچۍ کې دې د پښتنو معاشي قتل عام بند کړی شي.
۵ـ د خېسور په پېښه کې دې د (حيات) کورنۍ ته انصاف ورکړی شي.

عالمزېب جېل ته لېږل شوی

د پي ټي اېم په کراچۍ کې نيول شوی فعاله غړی نن د خالي، شنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شوی او وکيل يې ولي افغان وايي عالمزېب جېل (جوډيشل ريمانډ) ته ولېږل شو.

عالمزېب د څلورو ورځو دپاره پوليس ته په بدني ریمانډ د ورکولو وروسته نن په هايکورټ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته پېش کړی شوی دی.

نوموړی د تېر اتوار، يکشنبې په ورځ په سهراب ګوټ سيمه کې د پي ټي اېم د جلسې په سبا له په کلفټن سيمه کې نيول شوی ؤ.

ولي خان وايي عالمزېب د سهراب ګوټ د جلسې پرضد اېف ايي ار کې نيول شوی دی.

په ياد اېف ايي ار کې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر، د پي ټي اېم د کراچۍ د مشر نورالله ترين په ګډون د ۱۶ کسانو نومونه ليک دي.

نوموړی وکيل وايي د عالمزېب په اړوند به د مشورې وروسته پرېکړه کوي چې د هغه د ضمانت دپاره يا د اېف ايي ار ختمولو دپاره خواست وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG