لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپيو: د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ د ډاډ وړ خبرونه دي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي، "د زلمي خليلزاد لخوا د ډاډ وړ خبرونه دي"، "هغه ويلي د افغانستان د سولې په لړ کې د طالبانو سره په خبرو کې مهم پرمختګ شوی دی".

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په خبرو کې پرمختګ شوی خو پرېکړه لا نه ده شوې.

د خالي، شنبې په شپه ناوخته په ټويټر ښاغلي خليلزاد په دوحه کې د ترسره شوؤ خبرو په اړوند ويلي،

"د شپږو ورځو د خبرو وروسته افغانستان ته ځي. هغه ویلي په دوحه کې يې د طالبانو سره ليدنې ګټورې وې، مهم پرمختګ پکې شوی، د تېر په پرتله دا خبرې ډېرې ښې وې د خبرو لړۍ به دوام لري او ډېر زر به بيا پېل شي".

پمپيو د خليلزاد د خبرو وروسته په ټویټ کې د افغانستان د سولې خبرو ته د ډاډ وړ ويلي دي.

هغه ویلي، "امریکا د افغانستان د سولې په خبرو کې جدي (سنجيده) ده او دا چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو دپاره خالي پاتې نه شي او دوي خپل وطن ته عسکر ستنوي".

د افغانستان سره د امریکا د کار کولو په اړوند پمپيو ويلي، "د افغان حکومت او لېواله ګوندونو سره په ګډه کار کوو، امريکا د افغانستان د حاکميت، خوشحالۍ او خوشحالۍ د پياوړتيا په لټه کې ده".

زلمي خليلزاد ويلي د دوحې د خبرو وروسته د کابل سفر کوي.

په دوحه کې د امريکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په مهال افغان صدر اشرف غني ويلي ؤ، د طالبانو سره د سولې ممکنه لوظنامه باید چې د هېواد آئین او قانوني چوکاټ ته احترام ولري.

د جمعې په ورځ د سوېټرزلېنډ په ډوس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته د وېنا په مهال هغه ويلي ؤ په افغانستان کې د موجودو خارجي ځواکونو د اینده فېصله باید چې د افغانانو په ملکیت کې مذاکراتو کې وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG