لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د څيړونکو په نظر: د افغانستان د سولې په خبرو کې اصل چېلنج د طالبانو او افغان حکومت خبرې کېدل دي


په افغانستان او پاکستان کې څیړونکي وايي د افغان د سولې خبرې مخ په وړاندې رواني دي پرمختګ پکې شوی که څه هم د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د ترسره شوؤ خبرو ګډه اعلاميه نه ده خپره شوې د کومې چې تمه کېده.

څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکايي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو وروسته ښکاري چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د دوحه د خبرو شريکه اعلاميه نه ده راغلي، او دا ښايي چې د خبرو شريک فريقېن به د خپلو مشرانو، او د افغان حکومت سره هم په دغه اړوند خبرې کيږي.

هغه زیاته کړه د "افغانستان د سولې خبرې يوه کړکېچنه مسله ده" خو په لمړي ځل په دغه اړوند په دوحه کې شپږ ورځې سنجيده خبرې وشوې.

خو يوسفزی وايي، "په دې خبرو کې به رکاوټونه هم راځي او په دې کې به مختلفې مرحلې راځي زما په خيال دا اوږدې خبرې دي او اوس په دې کې اصلي چېلنج او زيات مشکل کار د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې کېدل او په هغې کې څه پرېکړه کېدل" دي.

په کابل کې د نړيوالو چارو کار پوهه انتظارخادم هم وايي د افغانستان د سولې خبرې ډېرې ښې رواني دي او دوي تمه لرله چې د امریکايانو او طالبانو ګډه اعلامیه به جاري شي خو داسې ونه شوه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل،"اوس بحث دلته دا دی چې که اوربند کيږي نو دا خو به د امریکايانو د طرفه نه کيږي دا به د افغانستان حکومت او د طالبانو رهبري (مشرتابه) کوي نو ايا افغان حکومت به دا وکړي اوربند به اعلان کړي؟ او د خليلزاد خبره به افغان حکومت ته قابل قبول وي؟".

هغه وويل ځينې سوالونه او خبرې شته خو خبرې ښې روانې دي.

څيړونکی طاهر خان وايي، د هغه په خيال د دوحې خبرې کاميابې وې ځکه چې په خبرو کې ښکېل دواړه فريقه وايي چې پرمختګ شوی دی.

هغه زياته کړه، "ځینې اختلافونه شته او بيا به تجاويز هم راځي خو زما په نظر د خبرو دا شورو پروسه شوې ده ګمان نه کوم چې دا به ودريږي دا به ناکامه شي ځکه چې د امریکا د خارجه وزير بيان طالبانو ته پېغام دی" چې هغه وايي د "پوځيانو په وتلو کې دوي سنجيده دي".

هغه وويل خبرې کاميابې دي او پرمختګ شوی دی لږ زغم به پکار وي دا دوه ملاقاتو او شپږو ورځو خبرې نه دي چې د کلونو مسلې پکې هوارې شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG