لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مزارشریف:دپاکستان په کونسلګرۍ دبمي برید له هڅې وروسته پاکستان خپله کونسلګري تړلې


پاکستان وایي دافغانستان دشمالي ولایت بلخ په مزارشریف کې یې خپله کونسلګري وروسته له هغې تړلې چې په دغه کونسلګرۍ دېوې میرمنې لخوا دبمي برید هڅه وشوه

دپاکستان دبهرنیو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل پخپل یو بیان کې ویلي تیره ورځ یوې۱۷ کلنې نجلۍ دپاکستان قونسلګرۍ ته په بکس کې د یولاسي بم د وړلو هڅه کوله.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دغه میرمن دامنیتي کسانو لخوا نیول شوې خو د دې پیښې په اعتراض کې قونسلګرۍ تیره ورځ وتړل شوه .

سرچینې وایي نیول شوې پېغلې څخه افغان امنیتي ځواکونو پلټڼې پیل کړي خو تر اوسه ددغه پېغلې دریځ مخې ته نه دی راغلی چې دچا په وینا یې کونسلګرۍ ته بم دننه کولو؟

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت پرافغان حکومت غږ کړی چې دپیښې په تړاو ترلاسه کیدونکي معلومات دې له پاکستاني مقاماتو سره شریک کړي او دقونسلګري دامنیت دخوندیتوب لپاره دې جدي اقدامات ونیسي.

افغان چارواکو هم په بلخ کې دپاکستان دقونسلګرۍ دتړل کیدو پیښه تاییده کړې ده او ویلي دي چې له نیول شوې نجلۍ څخه پلټنې رواني دي.

له دې وړاندې تیرکال په ننګرهار ولایت کې هم دپاکستان قونسلګري شا وخوا درې میاشتې له دې امله تړل شوې وه چې ګواکې افغان چارواکي یې په چارو کې لاس وهنه کوي.

د خوننګرهار سیمه ییزې ادارې او عامو ولسي خلکو دپاکستان دقونسلګرۍ په چارواکو تور پورې کړی ؤ چې دویزې ورکولو پروسه کې فساد شتون لري او خلک زورل کیږي.

وړمه ورځ کابل کې دپاکستان سفیرنصرالله خان زاهد ویلي و له افغان حکومت سره په ګډه دیو داسې پلان په جوړولو کار روان دی چې په عملي کیدو سره به یې خلک د ویزې په ترلاسه کیدو کې له ستونزو وژغورل شي.

په پاکستان کې د دوکتورا،ماسترۍ او دلیسانس ترکچې دلوړو زده کړو دترلاسه کولو په هدف له افغان زده کوونکو څخه دازموینې داخیستو په مراسمو کې دپاکستان سفر ویلي ورځ تربلې ویزو ته دافغان وګړو غوښتنې زیاتیږي او پاکستان هره ورځ شاوخوا ۴۰۰۰ ویزې افغانان ته ورکوي خو مونږ هڅه کو چې دویزو په ادارو کې دخپلو کارکوونکو شمیر زیات کړو ترڅو دخلکو دزیاتې ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG