لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غزني:امینتي ځواکونو دطالبانو زندان مات کړو۴۰ بندیان خوشې،۱۲طالبان وژل شوي


دافغانستان غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې افغان ځواکونو دطالبانو یو زندان مات کړی او له دې زندان څخه یې ۴۰ بندیان خوشې کړي دي.

دغزني امینه قومندان داود تره خیل امریکا غږ ډيوه سره په خبرو کې وویل چې اب بند ولسوالۍ کې دطالبانو په زندان ترسره شوي عملیات تیره شپه دکمانډو ځوکونو لخوا شوي دي.

تره خیل وو"دا شپني عملیات زمونږ کمانډو ځواکونو تیره شپه په اب بند ولسوالۍ کې ترسره کړل عملیات بریالي وؤ، دطالبانو زندان څخه شاوخوا ۴۰ کسان چې په دې کې عام ولسي خلک ،دملي اردو او ملي پولیسو سرتیري هم شامل دي ازاد شوي دي"

دغزني امینه قومندان زیاته کړه په زندان د چاپې پرمهال دکمانډو ځواکونو اوطالبانو ترمنځ جګړه هم شوې ده چې امله یې ۱۲ طالبان وژل شوي او لس نور ژوندي نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال ده چې د روانې میاشتې په پینځمه نیټه دافغانستان دسویلي هلمند ولایت دنهرسراج ولسوالۍ په نهرسراج سیمه هم افغان کمانډو ځواکونو په ورته عملیاتو کې دطالبانو یو زندان مات کړی و او سیمه ییزو چارواکو د طالبانو له زندان څخه د ۱۲ تنو عامو ولسي خلکو د خوشې کولو دعوه کړې وه

XS
SM
MD
LG