لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پي ټي اېم مشران وايي سامانونه ترې وړل شوي خو پرلت دوامداره ساتي


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي پوليسو او رېنجرز ترې اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې د پرلت ټول سامانونه وړلي خو دوي پرون نور راوړلي او احتجاجي پرلت دوامداره ساتي.

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي پوليس او رېنجرز راغلي د شپې په مهال يې د احتجاجي پرلت د ځای څخه پينځه موټر سايکلې، د موجودو کسانو څخه اووه موبايل ټيليفونونه د سردار شېراني يو بېګ چې پکې ۸۰زره روپۍ وې او نور قالينونه او ټېنټونه وړلي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوي پرون د ګل په ورځ بيا نور سامانونه راوړلي او احتجاجي پرلت روان دی.

په سهراب ګوټ سيمه کې د روان احتجاجي پرلت څخه د وړل شوي سامان په اړوند د ګلزارهجري تاڼې افسر احمد وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، دا عملیات رېنجرز ځواک کړي او ځينې سامانونه تاڼې ته وړل شوي دي.

هغه وويل د موټر سايکل، موبايل ټيليفونو او بېګ څخه نه دي خبر.

د رېنجرز ځواک لخوا په دغه اړوند کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

نورالله ترين وايي، د پيپلز ګوند د سيند صوبايي حکومت د جېلونو وزير ناصر حسېن شاه ورسره د عالمزېب محسود د نیولو وروسته د خبرو کولو ویلي خو بيا یې ورسره رابطه نه ده کړې.

وي او ای ډیوه د ناصرحسېن شاه سره بيا بيا د تماس هڅه کړې خو د نوموړي لخوا ځواب نه دی شوی.

عالمزېب محسود په ۲۰م جنورۍ د پي ټي اېم د اولسې غونډې په سبا له نیول شوی ؤ.

ترين وايي پوليس ورسره تېره شپه رابطه کړې او نن د نهې، سه شنبې په ورځ به دوي د سهراب ګوټ پوليس سره ويني خو دوي نه دي خبر چې د څه دپاره يې غوښتي دي.

پي ټي اېم د پينځه غوښتنو دپاره دا احتجاجي پرلت پېل کړی دی،

۱ـ په دوېم دسمبر د منظور پشتين کراچۍ ته د راتګ وروسته جوړې شوې مقدمې (اېف ايي ارې) دې ختمې کړی شي.
۲ـ عالمزېب محسود دې خوشی کړی شي.
۳ـ په سنټرل جېل کې بندي د پي ټې اېم درې غړي دې خوشي کړی شي.
۴ـ په سیند صوبه او په ځانګړي ډول په کراچۍ کې دې د پښتنو معاشي قتل عام بند کړی شي.
۵ـ د خېسور په پېښه کې دې د (حيات) کورنۍ ته انصاف ورکړی شي.

د پي ټي اېم په اړوند د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د روانې میاشتې په سر کې ويلي، دا د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي. هغه يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې دا خبره کړې وه.

هغه ويلي ؤ "زه هيله کوم چې د پي ټي اېم مشرتابه به د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومتي چېنل سره خبرې اترې وکړي او د هغوي د ښه والي دپاره به کار وکړي چې مونږ د يو والي سره مخ په وړاندې لاړ شو".

خو له دې وړاندې د دسمبر په مياشت کې هغه ويلي ؤ، چې د پي ټي اېم درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوې او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي ؤ اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" ور اوړي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه وايي د پاکستان په ائين او چوکاټ کې غوښتنې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG