لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: د امن کیلي په کابل کې خو د جګړې کیلي په اسلام اباد کې ده


واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني نن پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، "د سولې کیلي په افغانستان کې ده ځکه چې د دې لپاره پلان او تګلاره لرو، خو د جنګ کیلي په کوټه، اسلام اباد او پینډۍ کې ده".

اشرف غني دا خبرې د افغان سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغو خبرو ته په اشارې کړې چې په تېرو ورځو کې یې په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو چې د امن کیلي له کابل سره ده.

بلې خواته د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم نن په لومړي ځل له طالبانو سره د خبرو په اړه څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي چې افغانان سوله غواړي. ولسمشر ټرمپ نن د شورو- چاشنبې په ورځ په خپل ټویټ کې لیکلي:

"جګړه روانه ده خو د افغانستان خلک د دې نه ختمېدونکې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سوله غواړي. ژر به وګورو چې د سولې خبرې بریالۍ کېږي که نه".

ولسمشر غني نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې د ځوانانو یوې غونډې ته په خبرو کې له طالبانو سره د امریکې وروستیو خبرو ته په اشارې سره دا هم ویلي، چې له یوې اقلیتي ډلې سره د دروازو شاته د سولې خبرې کومه نتیجه نه شي ورکولای.

اشرف غني له طالبانو نه پوښتلي چې آیا د مذاکراتو لپاره یې پلان پخپله جوړ کړی او که بل چا په لاس کې ورکړی دی. ولسمشر غني دا هم ویلي چې له طالبانو سره خبرو ته بې له کوم شرطه کښېني، خو سوله شرطونه لري.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر امرالله صالح هم وړمه ورځ پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې د سولې اراده او هیله تل په کابل کې اوسېدلې، خو د سولې کیلي په پینډۍ کې د پوځ په مرکز کې ده.

ولسمشر اشرف غني دوې ورځې وړاندې هم پر طالبانو ږغ کړی وو چې د پردیو له شومو پلانونو را ووځي او د خپلې افغاني ارادې په تمثیلولو د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي. ولسمشر غني په ټینګار ویلي وو چې طالبان دوې لارې لري یا به له افغان ولس سره یو ځای کیږي او سولې ته به غاړه ږدي او یا به د پردیو د اهدافو وسیله جوړیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG