لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: ژر به څرګنده شي چې د افغان سولې خبرې بریالۍ کېږي، که نه؟


ټرمپ په دوو جلا ټویټونو کې لیکلي، په افغانستان کې له اتلس (۱۸) کلنې جګړې وروسته خبرې روانې دي.

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په سهار په ټوېټر باندې ویلي دي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي او ژر به څرګنده شي چې ایا دغه خبرې بریالۍ کېږي او که نه؟

"جګړه روانه ده خو د افغانستان ولس د دې نه ختمېدونکې جګړې پرځای سوله غواړي."

د ولسمشر ټرمپ دا ټویټونه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغان طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په وخت کې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې په لومړي ځل د طالبانو سره د شویو خبرو په اړه ویلي و چې طالبان دې نېغ په نېغه له افغان حکومت سره خبرو ته کښیني.

د خلیلزاد دغه غوښتنه د طالبانو د پخواني دریځ سره په ټکر کې ده، ځکه هغوي تل له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

څېړونکي وايي، په قطر کې وروستیو خبرو د سولې په اړه هیلې زیاتې کړې دي خو په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره تر اوسه کومه نېټه نه ده ورکړل شوې.

د ښاغلي خلیلزاد له دغو څرګندونو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني یوځل بیا ولس په وینا کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دوښمن شوم اهداف دې پرېږدي او له افغان حکومت سره دې نېغ په نېغه خبرې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG