لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې اداري فساد نه دی کم شوی خو په افغانستان کې یې کچه ټیټه شوې


واشنګټن ـــ د شفافیت نړیواله اداره (ټرانسپېرنسي انټرنېشنل) په خپل کلني راپور کې ښيي چې په افغانستان کې اداري فساد یا د بډو رشوتونو کچه د 2017م کال په پرتله ښکته شوې ده.

د اداري فساد د جدول د شمېرو تشریح:

د شفافیت نړیوالې ادارې په نوملړ کې د نړۍ 180 هيوادونه دي. په دغه جدول کې (100م) نمبر له بډو رشوتونو څخه تر ټولو پاک هېواد او (۰) صفر تر ټولو ډېر په اداري فساد ککړ هېواد دی.

د 2018م کال د دغه راپور له مخې د 180 هېوادونو په نوملړ کې افغانستان پر 182 نمبر دی او له سلو څخه یې 16 نمبر تر لاسه کړي دي، چې د 2017م کال په پرتله پینځه درجې پورته تللی یا یې پرمختګ کړی دی.


افغانستان په 2017م کال کې د بډو رشوتونو د مخنیوي په مبارزه کې له سلو څخه 15 نمبر ترلاسه کړي وو او د انډکس یا جدول له 180 درجې نه یې 177 درجې ته پرمختگ کړی وو.

د افغانستان ګاونډی هیواد پاکستان په اداري فساد یا کرپشن کې په 117 نمبر دی او د بډو رشوتونو پر ضد په مبارزه کې یې له سلو څخه 33 نمبر اخیستي، خو د 2017م کال په پرتله یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

په دغه نوملړ کې ایران پر 138، تاجکستان 153، ترکمنستان 161 او ازبکستان 158 ځای لري.

په نړۍ کې له بډو رشوتونو تر ټولو پاک هېوادونه:

د 2018م کال د راپور له مخې د اداري فساد په جدول کې ډنمارک لومړی، نیوزیلېنډ دویم او فنلېنډ دریم مقام تر لاسه کړی. په نوموړو هېوادونو کې ډېر لږ اداري فساد شته.

دغه راپور ښيي چې په نړۍ کې 66 سلنه برخه هیوادونه تر 50 فیصده زیات په اداري فساد ککړ دي. راپور زیاتوي چې ګڼ شمېر هیوادونه په نړۍ کې د بډو رشوتونو پر ضد په مبارزه کې پاته راغلي او دغه ناکامۍ ډیموکراسۍ ته د زیان رسولو هم سبب شوې دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG