لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چې لاندې د گل خان شي سسمسېره شي


لومړی گل خان و- او اوس سمسېره- نن سبا په سوشل ميډيا سمسېره (سمساره) د يوې سياسي نعرې په توگه کارول کيږي. په ټولنيزو رسنيو د بحث دغه اشاره هغهقبايلي ملکانو او رياست پلوه پښتنو ته ده چې د خيسور په پېښه د خپلو خوېندو او مياندو د عزت ساتلو په ځای د پاکستان د امنيتي ځواکونو بيانيه بدرگه کوي.

خبره د وزير قبيلې د سرکاري ملکانو د جرگې سره پيل شوه او هغه وخت نوره هم توده شوه کله چې د نقيب الله مسید پلار محمد خان مسید دا ومنل چې پاکستاني پوځ ورته په سويلي وزيرستان کې پوخ کور جوړ کړی خو دی د نقيب الله د مقدمې نه نه خو په شا شوی او نه خرڅ شوی دی.

کله چې د دريالس کلن حيات خان مور د خيسور خلکو ته په پټ مخ وينا وکړه او په ډاگه يې وويل چې پوځيان يې د نارينوو په غير موجودگۍ کې کور ته په ورځ کې څو څو ځله ورځي او وايي کټ بالښت ورته سم کړئ، کيدلی شي شپه هم د دوی په کور کې تېره کړي.

د دې پښتنې مور د فرياد باوجود د حکومت پلوه ملکانو جرگې دغه وينا دروغ وبلله، خو خلکو په يوه چغه د ملکانو دعوه رد کړه او د دې سره سم د سمسېرې ټکې رامنځ ته شو.

سمسېره او سياست!

د پښتنو د سياسي مبارزې رهبر باچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جد و جهد کې سمسېره د حکومتي وظيفه خورو او د انگرېز د پلويانو لپاره د علامت په توگه کارولې ده. په بحث کې د باچا خان د کتاب د يوې قيصې ذکر رامنځ ته شوی چې باچا خان ليکلي يوه سمسېره په يو کور کې د پيو په څښلو عادت شوې وه. ښځې به خاوند ته ويل سړيه سمسېره راځي او ټول شوده څښي. سړي به ويل سمسېره بزرگه وي څه ورته مه وايه.

بله ورځ ښځې سم کوتک راخستلی او سمسېره يې مړه کړې ده. چې خاوند يې کور ته ورغلو نو ښځې ورته ويل سړيه هغه سمسېره خو مې وژلې ده. سړي سمدستی پوښتنه کړې ده چې کوم ځای ده. ښځې ورته اشاره کړې چې هغلته پرته ده. سړي هم بېلچۍ ته لاس کړي او په مړه سمسېره گزارونه کړي.

ښځې ترې په خيرانتيا کې تپوس کړی دا څه کوې تا خو ويل چې بزرگه ده؟ سړي ويل بزرگه موزرگه نه ده خو زه ترې وېرېدم. دغه شان مثالونه به باچا خان د پښتنو د سياسي شعور او حوصلې د پاره ورکول.

خو د سرکاري ملکانو د جرگې په ملاتړ د پوځ د ويان جنرل اصف غفور وينا د دې ملکانو په اړه د سمسېرې يو بل اړخ هم د سوشل ميډيا د بحث موضوع جوړه کړه چې سمسېره خو د غلا د پاره هم د کار څيز دی.

دا په سوشل ميډيا په دې معنا واخستل شوه چې د چا د کور نه غلا کوې نو سمسېره وساته ځکه چې مشهوره ده سړی په سمسېره دنگو دنگو ديوالونو ته ختلی شي او اسان حکمت يې دا ښايي چې د سمسېرې په لکۍ پورې پړی وتړه او کور ته واواړه. دا ملکان يې په مثال د هغه سمسېرو نيولي دي.

زمونږ همکار مختار خليل صيب راته د خپلو يادو قيصه کوي وايي په کلي کې يې مشهور غل و هغه په سمسېره (چې مقامي خلک ورته غوا روې وايي) د عبدالله خان ملک د برج نه په شرط د هغه ټوله وسله راکوزه کړې وه او بيا يې نندارې ته ايښې وه. نو مطلب دا شو چې غل به په سمسېره پېژنې.

د سمسېرو څو قسمونه دي!

اوس به لږ د سمسېرو په اړه معلومات واخلو. د تحقيق له مخه په نړۍ کې د لويو وړو سمسارو څه ٦٠٠٠ قسمونه دي چې په انډونشيا او نورو وړو جزيرو کې يې د ټولو خطرناک نسل وسيږي چې په لاړه کې يو داسې بېکټريا لري چې انسان هم په لږ وخت کې وژلی شي.

د کوډو ډريگن په نوم دغه سمسېرې نور ځناور او حتا چې انسانان هم وژني چې په جسامت کې هم د نورو ټولو سمسارو نه غټه وي. د سمسېرو ژبه مهمه ده ځکه چې د خپل چاپيريال معلومات په ژبه اخلي.

په اسټريليا کې خلک دا مني چې د سمسېرو ديوتا چې د ټارو ټارو په نوم ياديږي. انسانان په نر او ښځه هم دغه ديوتا وېشلي دي. او د ايمازون په ځنگلونو کې اوسېدونکي باور لري چې سمسېره د ځناورو باچا دی.

په افريقه کې دا عقيده ده چې پيدا کونکي سمسېره دنيا ته د دې پيغام د خورولو د پاره راولېږله چې انسان په دې راز خبر کړي چې دی به تر تله ژوندی وي. خو د عقيدې له مخه سمسېره په لاره کې چرته ودرول شوه او يو بل څه دغه پيغام انسان ته راورسولو چې ورته ووايي انسان په دنيا کې د لږ وخت د پاره راغلی دی.

خو د سمسېرو د تر ټولو معلوم او مهم کار د هند په مهاراشټرا ايالت کې په کال ١٦٧٠ کې دا و چې د مغل بادشاه په وخت کې د مرهټه او راجپوت د پوځونو تر منځ په جگړه کې يې د سيناگاډ د قلعه په نيولو کې د مرهټوو مرسته وکړه او د راجپوتانو نه يې دغه قلعه ونيوله.

د تاريخ له مخه د مرهټه حمله کونکو د ځان سره سمسېرې وړلې وې چې په شپه کې يې د قلعه تر ټولو گران مقام ته د سمسېرو په وسيله په ختلو کې کامياب شول او د مغلو پلويانو ته يې په دغه جنگ کې ماتې ورکړه.

د نورو ډېرو بحثونو سره سره رستم پښتون په فيس بک څه شعرونه هم په دی اړه ليکلي دي چې ستاسو سره يې شريکوم. دا وايي

د پشتنون پہ دلالۍ می زړہ خفه شي

ښہ پوھیږي چی سړی یم سمسیرہ شي

پہ لونگۍ څادر پښتون پښتون ښکاريږي

د غيرت په وخت کې ماته گوډہ خرہ شي

دې بنگله کې د نقیب د وینو رنگ دی

لوی ڈوزمار او لوی دلال دې غرغرہ شي

مونگ گیلہ د گل خانانو نہ کوله

خو چی لاندی د گل خان شي سمسیرہ شي

د پاکستان د پوځ دريځ

د پاکستان د پوځ وياند جنرل اصف غفور د خيسور په پېښه د جيو ټيلي وژن خبريال حامد ميرسره په خبرو کې د سره د پېښې نه انکار وکړو. هغه زياته کړه چې دا پېښه پینځه کاله پخوانۍ ده او بله دا چې داسې پېښې رابرڅېره کول د پښتنو د رواياتو خلاف کار دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG