لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:راتلونکي کې په یوازې ځان واکمنۍ ته لیواله نه یو


دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دقطر دخبرو نه وروسته طالبانو په لمړي ځل افغانستان کې دخپل راتلونکي سیاسي کردار په هکله سپیناوی کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ په یوازې سر په افغانستان د واکمنۍ لیوالتیا نه لري.

طالبان وایي هغوئ غواړي دافغانستان د نورو ادارو سره پرګډه کار وکړي اؤ په افغانستان کې هرچاته خپله نمائندګي ترلاسه وي.

طالبانو دا سپیناوی وروسته له هغې کړی چې دافغان دولتي چارواکو اؤ ځېنو څيړونکو لخوا قطر کې دسولې ترسره شوؤ خبرو نه دافغان دولت په بهر پاتې کیدلو سختې نیوکې وشوې.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین امریکایي خبري رسنۍ ای پي ته پخپل لیږلي یو ویډیو پیغام کې ویلي” کله چې افغانستان څخه امریکایي ځواکونه اوځي نو طالبانو به نورو افغانانو سره په مینه اؤ رورولۍ ژوند کوي”

هغه ویلي دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانانو ته خپله ماضي هیرول اؤ یو بل سره په ګډه اوسیدل پکار دي.

هغه په واضحه ټکو کې ویلي چې “دبهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته مونږ یوازې د واکمنۍ لیوالتیا نه لرو”

ښاغلي سهیل شاهین ویلی طالبان دافغانانو یوه داسې ټولنه غواړي چې افغان شموله اؤ ټولو افغانانو ته پکې استازیتوب ترلاسه وي.

نوموړي ویلي طالبان د پولیسو نظام کې اصلاحات کول غواړي ځکه چې دافغان پولیس چلند د سیمه ییزو خلکو سره ښه نه دی اؤ په غبن کولو هم مشهور دي.

دطالبانو دغه ویاند ویلي چې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره به دطالبانو د خبرو راتلونکی پړاؤ په۲۵مه فرورۍ دوحه کې کیږي.

هغه ویلي امریکا اؤ طالبان به ګډ تاکتیکي ټیمونه جوړوي چې دغه ټیمونه به راتلونکي کې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو په اړوند په تګلاره اؤ جزئیاتو کار کوي.

سهیل شاهین سپینه کړې ده چې طالبان به بیا اجازه ورنکړي چې افغانستان د عسکري د وسله والو ډلو لکه القاعده په ځاله بدل شي.

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ دافغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دوشنبې په ورځ د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مرکې کې ویلي وؤ چې طالبانو سره په یو چوکاټ اصولي موافقه شوې ده چې ترمخه به یې طالبان دا خبره باوري کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو خلاف د ترهګرۍ دپاره نه کارول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG