لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:هیله ده افغان دولت اؤ طالبان به دافغان ستونزې هواري ته ورسیږی


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل ویلي افغان لانجه دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځه ده اؤ هیله ده هغوئ به خپلو کې په ګډه ددې ستونزې هواری راوباسي.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو په وخت دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي افغانستان کې دسولې په روان عمل کې محتاطه پاتې کیدلو ته اړتیا ده .

هغه ویلي ملا عبدالغني بردار طالبانو د مزاکراتو دپاره د قطر ددفتر مشر ټاکلی اؤ په دې وروستیو کې چې د دوحې په خبرو کې کوم پرمختګونه شوي هغه د ستائیلو وړ دي.

تیره اوونۍ په قطر کې دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ افغانستان کې دسولې په اړوند دشپږو ورځو اوږدې خبرې شوې وې اؤ مطبوعاتي راپورونه وایي چې په دغو خبرو کې امریکا اؤ طالبان دیو شمیر ستونزو په هواري متفق شوي دي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي وؤ چې د طالبانو سره په یو چوکاټ اصولي موافقه ترلاسه شوې ده چې ترمخه به یې طالبان دا خبره باوري کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو خلاف د ترهګرۍ دپاره نه کارول کیږي.

طالبانو هم منلې چې د دوحې په خبرو کې امریکا او طالبان په دې خبره موافق شوی چې دوه "ټېکنیکي" ډلې به جوړوي چې د افغانستان څخه د امریکايي او نېټو ځواکونو د وتلو دپاره دتګلارې جوړولو ترڅنګ به دا خبره هم باوري کوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د اتحادیانو په ضد دترهګرۍ په غرض نه کارول کیږي.

دطالبانو دقطر ددفتر پخواني مشر ملا شیر محمد عباس ستانکزي روانه اوونۍ خپله یوه مرکه کې ویلي چې د امریکې او د طالبانو ټېکنېکي ډلې به خپل تجویزونه او فیصلې په دوحه کې د امریکې او د طالبانو د خبرو په بله ناسته کې وړاندې کوي چې د فرورۍ په ٢٥ کیدونکې ده.

ښاغلي ستانکزي ویلي وؤ د دوحې دغونډې وروسته به بیا یوه لویه غونډه کولی شي چې پکې به د ملګرو ملتونو او طالبانو استازي د ضامنانو په حېث موجود وي او دا خبره به باوري کوي چې ټول خارجي ځواکونه به د افغانستان څخه وځي او طالبان به په دغه غونډه کې دا ضمانت ورکوي چې هیڅ څوک به هم د افغانستان خاروه په نړيواله کچه د ترهګرۍ په غرض نه استعمالوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG