لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ:طالبانو سره که سوله وشي،افغانستان څخه خپل پوځونه وباسم


دامريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي که طالبانو سره د سولې تړون وشي نو هغه به وغواړي چې دافغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

صدر ټرمپ وایي امريکا په تېرو نولسو کلونو کې په لمړي ځل افغانستان کې طالبانو سره په سنجيده خبرو اترو بوخته ده.

په سپينه ماڼۍ کې صدر ټرمپ خبريالانو ته وويل ”زه تاسو ته دا نه شم ويلى چې دا يو ضمانت دى ځکه مونږ په افغانستان کې دنولسو کلونو( مودې) ته نزدې شوي يو،او په لمړي ځل هغوي( طالبان) دهواري خبرې کوي، هغوي ديو تړون خبرې کوي او که چرې دغسې وشي نو مونږ دې خپل خلق وطن ته راستانه کړو“

خو په عین حال کې امریکایي سنیټیرانو افغانستان کې دامریکایي عسکرو په شمیر کې دکموت راوستلو دپرېکړې سره اختلاف څرګند کړی اؤ صدر ټرمپ ته یې خبرداری ورکړی چې دافغانستان څخه دامریکایي ځواکونو ویستل به دامریکا ملي منیت دګواښونو سره مخ کړي

صدر ټرمپ دافغان سولې په اړه دخپل ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمينځ روانو خبرو ته په اشارې کولو سره ویلي” ګورو به چې څه کيږي خو هغوي په لمړي ځل په سنجيده خبرو بوخت دي“

څو ورځې دمخه دافغان سولې په اړه دامريکا ځانګړي استازي ځلمي خليلزاد د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي وؤ چې د طالبانو سره په یو چوکاټ اصولي موافقه شوې ده چې ترمخه به یې طالبان دا خبره باوري کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو خلاف د ترهګرۍ دپاره نه کارول کیږي.

دامریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل يو تازه راپور کې ويلي داسې احتمال نشته چې ګنې ټرمپ انتظاميه به طالبانو سره داوربند ديو بشپړ تړون او دسولې لپاره ديوې سياسي تګلارې پرته له افغانستان څخه دپوځيانو دراويستلو امر وکړي

امریکایي سنیټیر رانډ پاول دزيارت په ورځ ويلي هغه افغانستان څخه دپوځيانو دراويستلو په اړه دټرمپ دګام ملاتړ کوي، خو زياتره قانون سازان ددې ګام ملاتړ نه کوي،

اوړمه ورځ دامریکا کانګریس ته د جمهوري پالو دمشر میچ مکینل له خوا یوه داسې لايځه وړاندې کړل شوې چې پکې افغانستان کې دامریکایي ځواکونو دشمیر کمولو اؤ سوریې څخه دامریکایي پوځیانو د ویستلو سره مخالفت ښودل شوی دی.

امریکایي قانون سازانو دغه لایځې ته رایې ورکړي دي اؤ سینیټر میکنل خبریالانو ته ویلي چې افغانستان څخه له وخته وړاندې دامریکایي ځواکونو ویستل به دامریکا امنیت دنورو ګواښونو سره مخ کړي.

هغه صدر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې دافغانستان اؤ سوریې څخه اوس هم امریکا ته خطر شته اؤ باید ددغو خطرو مقابله وشي.

افغانستان کې روانه جګړه دامريکا ترټولو اوږده جګړه ده چې پکې تر دې مهاله ددوو زرو څخه زيات امريکايي پوځيان وژل شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG