لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان: د پي ټي اېم د غړو ضمانت نن هم نه دی منظور شوی


په مردان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بندي اووه غړو ضمانت نن د جمعې په ورځ هم نه دی منظور کړی شوی او زندان ته بيرته لېږل شوي دي.

په مردان کې د پي ټي اېم غړي په ۲۶م جنورۍ نيول شوي او عدالت د دوه ورځو دپاره پوليس ته په بدني ریمانډ ورکړي وو، په ۲۹ جنورۍ بيا عدالت دوي په جوډيشل ریمانډ جېل ته ولېږل.

دا کسان پرون د زيارت او نن د جمعې په ورځ عدالت ته د ضمانت دپاره وړاندې کړی شوي خو عدالت يې ضمانت نه دی منظور کړی.

د پي ټي اېم د ځايي مشرانو په وېنا نيول شوي کسان به سبا د خالي، شنبې په ورځ بيا عدالت ته د ضمانت دپاره وړاندې کولی شي.

د پي ټي اېم د صوابۍ نه مردان ته راغلی مشر لياقت خان وايي، چې حکومت د دغو کسانو د مقدمې په اړوند بهانې کوي چې دا وروستو کړي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوي هيله لري چې سبا به د دغو کسانو ضمانت منظور شي.

خو ورسره نوموړي دا هم وويل چې که د دغو کسانو ضمانت منظور نه شو نو دوي به د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي ناستې پېل کړي.

د پي ټي اېم ځايي مشران وايي پرون چې د دوي بندي ملګري عدالت ته وړاندې کړل شو نو د پوليس د چالان نه جمع کېدو له کبله دوي بیرته جېل ته ولېږل شو.

دوي زياتوي نن سرکاري وکيل عدالت ته نه ؤ حاضر شوی ځکه دا اورېدنه نن هم وځنډول شوه.

په عېن حال کې چې د پي ټي اېم د مردان اووه غړي په جېل کې دي، پرون د زيارت ، پنجشنبې په ورځ په کوټه کې هم د غورځنګ غړي نیول شوي او بيا د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت پېل کړی شوی دی.

په کراچۍ کې هم د يوې اوونۍ راهسې د پي ټي اېم احتجاجي پرلت دوام لري.

XS
SM
MD
LG