لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا سږ کال افغان ترجمانانو ته ځانګړې ویزې نه ورکوي


واشنګټن ــــ امریکایي چارواکي وایي سږ کال هغو افغانانو ته ځانګړې ویزې (ایس آی ويز) نه ورکوي چې له دوی سره یې په افغانستان کې د ترجمانۍ یا په نورو برخو کې کار کړی دی. دا ویزې په افغانستان او عراق کې د ترجمانانو لپاره ډېرې مهمې وې ځکه چې له امریکايي عسکرو سره تر کار وروسته دوی په خپل وطن کې ځانونه خوندي نه ګڼل او له ګواښونو سره مخ وو.

د وي.او.اې د یو رپوټ تر مخه دا وخت تر 19000 زیات افغانان دې ځانګړې ویزې ته په انتظار دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپلې اداریې کې لیکلي چې کله د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د کانګرس غړی وو، په هغه اورونه کې ناست وو چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکو پوښتنې پکې راپورته شوې وې.

ښاغلي پېنس وویل، دی د زړه له تله د جګړې په ډګر د امریکا ددغو ملاتړو تر شا ولاړ دی څوک چې د همدې کار له امله د مرګ له ګواښونو سره مخ شول او کورنۍ یې هم په خطر کې پرېوتې.

د 2007م کال د مارچ د میاشتې د 26 نېټې په اورونه کې ښاغلي پېنس داسې اعلان وکړ:

"زه فکر کوم چې له دې هېڅ هم ډېر ارزښتناک نه دي چې امریکا په عراق او د نړۍ په نورو سیمو کې خلکو ته ووايي چې که تاسو زمونږ تر شا ودرېږۍ نو مونږ به هم له تاسو سره ودرېږو او دا ددې مسلې بیړنۍ اهمیت دی چې زه یې حس کوم."

نږدې 12 کاله وروسته ښاغلی پېنس د یوې داسې ادارې مرستیال دی چې له ګانګرس سره یو ځای داسې ښکاري چې خپل مجبوریتونه له یاده باسي. نږدې 19000 افغانان چې د امریکا خدمت یې کړۍ د ویزه اخیستلو په پړاونو کې یو ځای نښتي دي.

لکه څرنګه چې الیکس هارټن تېره اونۍ راپور ورکړ په 2009 کې د افغان متحدینو د ژغورنې د قانون تر جوړېدو راهیسې نږدې 16000 افغانان ویزو ته منل شوي دي.

خو د ټرمپ د ادارې پرمهال دغه شمېره کمه شوې ده.

تېر کال 1649 ویزې افغانانو ته ورکړل شوې وې خو کال وړاندې یعنې په 2017 کې دغه شمېره 4120 تنو ته رسېدله.

داسې باور دی چې د کانګرس لخوا تقریبا 3000 منل شوې وېزې اوس هم شته. د ورو سکیورټي چک له امله دغه ستونزه نورو هم اوږده شوې ده.

دا ویزې چاته ورکول کېږي:

هغه څوک چې لږ تر لږه دوه کاله یې له امریکایانو سره کار کړی وي او د خپل کار له امله له جدي امنیتي ستونزو سره مخ وي. دوی باید له سخت امنیتي چک څخه هم تېر شي. هغه کسان چې په دغو شرایطو برابر وي نو دا پروګرام ورته ډېر زیات ګټور بلل کېږي.

له دغه ډول ژباړونکو او له امریکايي پوځ سره نږدې کارکونکو امنیتي اندېښنې زیاتې وي.

نه یواځې د جګړې په ډګر کې بلکه هغه مهال چې خپلو کورونو ته ځي هم له ډول ډول امنیتي ستونزو سره مخ کېږي او کله کله د طالبانو لخوا هم تر هدف لاندې راوستل کېږي.

په عراق کې د ژباړونکو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو د ورکولو بهیر په 2014 کال کې تړل شوی وو او هغه کسان چې له امریکایانو سره یې کار کړی وو باید د ډي اې پي (ډاپ) پروګرام لاندې درخواست ورکولای شي.

یاد پروګرام د کډوالو لپاره چمتو شوی چې په ترڅ کې یې په 2015 کال کې 7122 کسان امریکا ته راغلي خو دا شمېره په 2018 کال کې 51 ته رسېدله.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG