لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ يوځل بيا د حکومت بندولو ګواښ کړی


په واشنګټن کې د يو بل حکومتي بندش يا شټ ډاؤن د مخنيوي لپاره په سياسي کچه هلې ځلې توندې شوي دي.

په سېنټ کې د دواړو ګوندونو غړي هڅې کوي چې د مېکسيکو سره د دېوال لپاره د صدر ټرمپ سره يو داسې تړون ته ورسېږي چې يو وارې بيا د امريکا حکومت له بندېدو سره مخ نه شي.

د امريکا له سياسي مشرانو سره تر ۱۵م فبرورۍ پورې وخت دی چې د صدر ټرمپ سره په دغه کشاله پرېکړه وکړي.

تېره جمعه صدر ټرمپ د حکومتي بنديز ختمولو پر وخت خبرداری ورکړ چې که د مېکسيکو سره په پوله د دېوال لپاره ورته کانګرېس پېسې ور نه کړې نو ډېرلوي کړکېچ به رامينځ ته شي.
نوموړي په واېټ هاؤس کې خبريالانو ته وویل:

"مونږه سره د مېکسيکو په پوله د دېوال جوړولو بغېر بله لاره نشته، يا خو به په ۱۵مه فبرورۍ حکومت بيا بند شي او يا به زه د امريکا د آيين سره سم د دغې کشالې د اواري لپاره د خپلو اختياراتو نه کار واخلم".

هرڅه که صدر ټرمپ يو وارې بيا د حکومت د بندېدو ګواښ کړی خو هم د هغه د ريېپبلېکن پارټۍ غړي د حکومت بندېدو سره متفق نه دي.

په سېنټ کې د د ريپبلېکن ګوند مشر مېچ مېک کانل ويلې:

" د حکومت بندېدل زما نه دي خوښ ، زما نه دی خيال که دا به د چا په ګټه وي. زما په فکر د دې نه ډډه کول پکار دي".

د مېکسيکو سره د ديوال جوړولو لپاره د پنګو په سر د صدر ټرمپ سره د کانګرېس غړي نه وو صلاح شوي چې په غبرګون کې يې صدر ټرمپ د ۳۵ ورځو لپاره حکومت بند کړی وو چې ورسره په لکونو وفاقي ملازمين بغېر له تنخواګانو په کورونو کې ناست وو.

په واشنګټن کې د بروکنګز انسټي ټيوټ څيړونکې ايلېن کمارک وايې، صدرټرمپ په دې نه دی خبر چې د حکومت د بندېدو په ولس څه اثرات پرېوځي.

"په واېټ هاؤس کې څوک په دې خبره نه دي پوهه چې وفاقي کارکونکي د امريکا د اقتصاد لپاره څومره مهم دي"

په امريکا کې د څېړنې ادارې پوليټيکو ترمخه د حکومتي بندېدو د لاسه په امريکايې ولس کې د صدر ټرمپ شهرت کې ډېر کمی راغلی، د دغې ادارې ترمخه په امريکا کې ۵۴٪ خلک د حکومت د بندېدو پړه په صدر ټرمپ ور اچوي او يواځې ۳۳٪ خلک پکې مخالفه ډېموکرېټانو ته ګوته نيسي.

د اېسوسي اېټډ پرېس څېړنه ښيې په امريکايې ولس کې د صدر ټرمپ شهرت د ۴۲٪ نه ۳۴٪ ته غورځېدلی دی چې لوي علت يې د حکومت بندېدل يا شټ ډاؤن دی.

صدرټرمپ به د نهې په ورځ ولس ته وینا کوي. څيړونکې وايې، نوموړی به د مېکسيکو سره په پوله د دېوال لپاره يو وارې بيا خپله ژمنه تکراروي.

XS
SM
MD
LG