لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمان لوڼي په وژنه په ټویټر د ښځو غبرګونونه


واشنګټن ــــ په لورالای کې د احتجاج په وخت د وژل شوي د پښتون ژغورنې غورځنگ د مهم غړي ارمان لوڼي ملگرو ویلي د ارمان ژوبل کېدو وروستو کله چې ملگرو هڅه وکړه دې روغتون ته بوځي نو پولیسو پرې ټوپکې راوړولې او غږ یې ورکړو چې که ورنژدې شوئ نو ولو مو نو دوی هم په ځای ولاړ پاتې شوو.

د ارمان لوڼي په وژنه باندې په ټولنیزو رسنیو تود بحث روان دی. د سړو ترڅنگ په سوشل میډیا فعاله ښځو هم په دې پېښې سخت قهر، غصه او د غم څرگندونه کړې ده.

په ټوېټر شبانه تاج نومې یوې میرمنې د خپل غم اظهار د پښتو ژبې په یو شعر سره کړی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یا ایچ ار سي پي غړې ماروي سرمد چې په ټویټر ډېره فعاله ده، د ارمان لوڼي په وژنه پخپل ټویټ پیغام کې پوښتنه کړې ده:

"د ریاست د لاسه د ارمان لوڼي دا ظالمانه قتل په ساهیوال کې شوي قتل عام نه څنگه جدا ده. ولې د پاکستان ټول اولس د ریاست د دغه ظلم په ضد نه ودریږي؟".

د عوامي نېشنل گوند غړې بشرا گوهر په ټویټر خپل پیغام کې د ارمان لوڼي د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې او د ارمان کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده.

"زه ډېره خفه یم او په سختو ټکو کې د پي ټي ایم د غړي ارمان لوڼي د هدفي وژنې غندنه کوم. پکار ده د بلوچستان گوډاگی وزیراعلی استعفی ورکړی. مونږه ریاستي ترهگري ردوو".

په ټویټر باندې گل نومي یوې میرمنې د ارمان لوڼي په دردناکه وژنه د خپل غم اظهار څه په دې ټکو کې کړی دی.

خبریالې ماریانه بابر د ارمان لوڼي په وژنه خپل ټویټ کې ویلي چې دا پېښه د باور وړ نه ده.

"یقین مې نه راځي. ایا ریاست سوله ییز لاریون کوونکو ته پیغام استوي؟ صورتحال بدلېدل غواړي. د نقیب الله څخه چې قاتل یې خوندي دی اوس مو ارمان لوڼی له لاسه ورکړو. امن جړکېدلی دی او د منظور پښتین لپاره د امتحان وخت دی".

د پي ټي ایم یوې فعالې نرگس آفشین خټک په پښتو ژبه کې ټویټ کې فریاد کړی چې نور به څومره عدم تشدد خپلوو:

د بشري حقونو فعالې گلالۍ اسماعیل پخپل ټویټ کې تمه څرگنده کړې چې د ساهیوال پېښې په شان پکار ده د ارمان لوڼي په وژنه هم په ټول پاکستان احتجاج وکړي:

د ارمان لوڼي جنازه به د کلا سیف الله په تلري نومي هدیره کې د اتوار په ماسپښین درې بجې تر سره کیږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG