لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:هیڅکله مهالنۍ سولې ته غاړه نه ږدم


دافغانستان ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې چې هیڅکله به هغه سولې ته غاړه کښېنږدي چې مهالنۍ بڼه لري اؤ هاغه خلک چې نور یې په زوره مزاکراتو ته راکش کوي دتحریب اؤ انفجار پرځائ دی مقابله وکړي.

تیره ورځ دکابل په صدارتي ماڼۍ کې دهاغو ځانګړو امنیتي ځواکونو چې په غزني کې یې عام خلک دطالبانو له بند خوشې کړي وؤ ،سره یوه ناسته کې افغان ولسمشر ویلي "موږ د امنیتي خودکفایي په لور روان یو”

ښاغلي غني ویلي “ ترڅو مې چې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وي، نو مهالنۍ سوله نه منم. هغه سوله چې زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وي په کې شوی، هغه سوله مونږ ته د منلو نه ده."

په دوحه کې روانه میاشت دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ مزاکراتو کې په شوؤ پرېکړو دافغانستان ولسمشر اشرف غني اندېښمن دی اؤ تیره اوونۍ نیویارک ټائمز ورځپاڼې ویلي وؤ هغه د یو لیک دلارې دخپلو دې اندېښنو څخه دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ هم خبر کړی دی.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دجمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي ؤ که چرې افغانستان کې سوله وشي نو هغه به وغواړي چې له دغه هیواده خپل ځواکونه وباسي.

خو اشرف غني صدر ټرمپ ته وړاندیز کړی چې په بیړه کې دخپلو ځواکونو د ویستلو پرځائ باید هغوي افغانستان کې وساتي خو مصارف یې راټیټ کړي.

ولسمشر اشرف غني افغان پوځیانو ته خپله وینا کې ویلي چې” مار خوړلی له پړي هم ویري خو مونږ نه له پړي ویریږو اؤ نه دماره،ځکه چې مونږ عقل لرو اؤ په تدبیر مخ په وړاندې ځو،هغه څه کوو چې د وطن عزت پکې خوندي وي”

دسولې دپاره د سیمه ملاتړ پیداکولو په اړوند دافغان ولسمشر صلاح کار عمر داودزي هم تیره ورځ سي این این سره یوه مرکه کې اندېښنه ښکاره کړې وه چې که چرې افغانستان څخه بهرني ځواکونه په عجلت کې وځي نو دغه هیواد کې به ورسره نوره ګډ وډي هم رامینځته شي.

افغان دولت غواړي چې طالبان هغوئ سره نیغ په نېغه دسولې خبرې وکړي خو طالبانو لا تر دې مهاله افغان دولت سره خبرو ته غاړه نه ده اېښې اؤ وایي چې که امریکا سره معاملې ترسره کړي بیا کولی شي چې افغان دولت سره هم خبرې وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG