لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي ردالفساد عملیاتو کې یې درې ترهګر وژلي دي


دپاکستان پوځ وایي د ردالفساد په نوم عملیاتو کې یې په جنوبي وزیرستان اؤ دبلوچستان سرحدي سیمه ګل ګچ کې درې ترهګر وژلي دي.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي اؤ وژل شوو ترهګرو څخه د طالبانو دتحریک کاردونه هم ترلاسه شوي دي.

پوځ دعوه کړې ده چې ترهګرو باندې کله امنیتي ځواکونو چاپه ووهله نو هغوئ په پوځ ډزې پیل کړې اؤ وتښتېدل خو پوځ هم ورپسې شو اؤ ډزې یې پرې وکړې چې په درېواړه ترهګر وژل شوي.

دپاکستان پوځ چې له دې وړاندې هم په قبائیلي یا بیلابیلو سیمو کې د ردالفساد په نوم پوځي عملیاتو کې دترهګرو د وژلو کومې دعوې کړي زیاتره مهال ازادو سرچینو ددغو دعوؤ پخلی نه دی کړی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ اؤ دبلوچستان مزاحمتي تنظیمونه په پوځ تورونه لګوي چې عام خلک وژني اؤ بیا پرې د ترهګرو نوم ږدي.

خو پوځ دا تورونه مدام رد کړي اؤ وایي دترهګرۍ په ضد جګړه کې یوازې ترهګر په نخښه کوي اؤ په دغه جګړه کې پخپله پوځ‌ ډیرې درنې قربانۍ ورکړي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG