لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:دټوپک په زور په ټول افغانستان قبضه نه غواړو


په قطر کې دطالبانو ددفتر پخواني مشر ښاغلي عباس ستانکزي ویلي طالبان نه غواړي چې په ټول افغانستان د ټوپک په زور قبضه وکړي بلکې دا ګڼي چې د ټرمپ حکومت افغانستان کې دامن دټینګښت هڅې کوي.

ماسکو کې دافغان دولت دمخالفو سیاسي مشرانو سره دغونډې په ترڅ کې ښاغلي ستانکزي برتانوي خبري رسنۍ بي بي سي ته ویلي دي طالبان دطاقت دلارې په ټول هیواد قبضه ځکه نه غواړي چې په دغسې کولو افغانستان کې امن نه شي ټینګیدلی.

په دې وروستیو کې دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمیځ څو کرته ناستې شوي اؤ دواړو خواؤ منلې ده چې دافغان سولې په اړوند دځېنو جنجالي نکتو په هواري متفق شوي دي.

ښاغلي ستانکزي تیره اوونۍ په یوه مرکه کې ویلي وؤ چې امریکا اؤ طالبان به ټیکنیکي ټیمونه جوړوي ترڅو دغه ټیمونه افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو لایحه جوړه کړي.

زلمي خلیلزاد مطبوعاتو ته ویلي چې طالبان به دمواقفې صورت کې دافغانستان خاوره ترهګرو ته نه ورکوي چې دنورو هیوادونو په ضد یې وکاروي اؤ دداعش اؤ القاعده مخه به نیسي.

طالبانو اوږمه ورځ دافغان دولت دسیاسي مخالفینو سره هم یوه غونډه کړې خو تر اوسه یې افغان دولت سره دنیغ په نیغه خبرو نه انکار کړی دی.

دطالبانو مهم مشر عباس ستانکزي ویلي کله چې طالبان دکال۱۹۹۰ په لسیزه کې په اقتدار کې وؤ اؤ مخالفو سیاسي ګوندونو یې په وړاندې وسله وال مقاومت کولو نو پر هغه مهال دې نتیجې ته رسیدلي وؤ چې دستونزو دهواري غوره لاره خبرې اترې دي.

هغه زیاته کړې ده چې” تر جګړې مشکل کار امن ټینګول دي اؤ مونږ دا ګڼو چې د ټرمپ انتظامیه افغانستان کې امن ټینګول غواړي اؤ هیله ده چې افغان کشاله به دسیاسي لارې هواری ومومي”

هغه واضحه کړه چې طالبان به تر هغې اوربند ته غاړه نه ږدي ترڅو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.

دافغانستان دولت دسولې په اړوند تر اوسه د شوؤ غونډو نه د دولتي استازو په بهر پاتې کیدلو اندېښنې ښودلي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې که دسولې په اړوند خبرې کیږي نو مشري اؤ مالکیت به یې دافغانانو په لاسونو کې وي.

افغان ولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ په طالبانو غږ کړی ؤ‌ چې دپردیو دشومو پلانونو سرته د رسولو پځائ‌ باید دافغانستان ګټې په نظر کې ونیسي اؤ په افغاني جذبه افغان دولت سره نیع په نیغه خبرو ته کښېني خو طالبان وایي چې افغان دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه نو هغوئ نیغ په نیغه امریکا سره وسولې خبرې کول غواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG