لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ولسمشر غني ټویټونو ته غبرګون: "که د اشرف غني لاسوهنه نه منو، بشري حقونو ته سپکاوی هم نه منو"


د افغان ولسمشر اشرف غني پروني ټویټ ته په پاکستان او افغانستان کې سیاستوالو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو او عامو خلکو بېلابېلو غبرګونونه څرګند کړي دي.

د پیپلز ګوند پخواني سنېټر فرحت الله بابر لیکلي، چې د خپلو مرورو پښتنو ځوانانو ګیلې له پامه غورځول نور خلک دې ته هڅوي چې زموږ پر کورنیو چارو منفي نظر ورکړي. بابر په ټویټ کې لیکلي:

"زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه د منلو وړ نه ده، خو بشري حقونو ته زموږ خپل سپکاوی هم د منلو وړ نه دی. په یاد ولرئ د بشري حقونو مسئله سرحدونه نه مني".

ولسمشر غني تېره ورځ پخپلو دوو ټویټونو کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې وایي په پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې له ټولنیزو فعالانو سره- چې اشاره یې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو ته وه- د حکومت له خوا ناوړه چلند کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي او پاکستاني چارواکي د اشرف غني څرګندونو ته توند غبرګون څرګند کړ، خو ډېری پاکستاني سیاستوالو بیا پر شاه محمود قرېشي نیوکې کړې دي.

د پاکستان د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري لور بختاور بوټو شاه محمود قرېشي ته په ځواب کې پوښتنه کړې او لیکلي یې دي:

"آیا پوښتنې زموږ ملتپالنې ته زیان رسوي او که د خپلو خلکو غیرقانوني نیول کېدل او غیرعدالتي وژنې؟".

یوه پاکستاني خبریال حامد میر د ولسمشر اشرف غني اندېښنې ته په ځواب کې تور پورې کړی، چې وایي پاکستان هم پر دې خبره ژوره اندېښنه لري، چې افغان حکومت د داعش ډلې ملاتړ کوي. حامد میر په یوه بل ټویټ کې لیکلي:

"اشرف غني ته دا ور په یادول غواړم چې آیا د هغو افغان ماشومانو په اړه به هم د ټویټ کولو جرات وکړي، چې د ده امریکایي دوستانو و ووژل؟".

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو څېړونکي ډاکټر محمد تقي د حامد میر په ځواب کې لیکلي، چې دعوه یې کړې، نو ثبوت دې هم وړاندې کړي. محمد تقي لیکلي:

"هیڅ یو عکس داسې ثبوت نه شي وړاندې کولای چې اشرف غني دې د داعش ډلې ملاتړ کړی وي".

په پېرس کې مېشت پاکستاني خبریال طٰحه صدیقي وایي، اشرف غني له خپلو پښتنو سره خواخوږي څرګنده کړې ده، "لکه پاکستان یې چې له مسلمانانو سره څرګندوي د ایغور له مسلمانانو پرته". طحه پر ټویټر لیکلي:

"ټولو پوهانو وسلې را اخیستې دي او وایي چې بهرنیان باید زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. هغه کورنۍ چارې چې موږ خپله ورباندې غلي یو".

د پښتنو د ملتپالو ګوندونو اکثرو پلویانو هم د ولسمشر غني د ټویټ هرکلی کړی دی. د بشري حقونو فعالې او سیاستوالې بشری ګوهر د اشرف غني مننه کړې او وایي دې اړتیا ده چې ځینې سیمه ییز مشران تل بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان له تحریک انصاف ګوند پرته د ځینو اپوزیشن ګوندونو مشرانو که د ولسمشر اشرف غني د ټویټونو په ښکاره ملاتړ نه دی کړی، خو د پاکستان اوسني حکومت ته یې ګوته نیولې، چې د خپلو خلکو له بشري حقونو سرغړونه ونه کړي.

ډېرو خلکو بیا پر ټولنیزو رسنیو په طنزه انداز لیکلي چې اشرف غني له افغانستانه دوه ټویټونه ولیکل، خو پاکستان داسې غبرګون ورته وښود لکه هغه چې توغندي ورته را توغولي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG