لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال کمېشن دې د طاهر داوړ د وژنې پلټنه وکړي، امجد طاهر داوړ


د خېبرپښتونخوا د وژل شوي پوليس افسر اېس پي طاهر داوړ زوي امجد طاهر داوړ غوښتنه کړې چې د طاهر داوړ د وژنې د پېښې پلټنه دې نړیوال کمېشن وکړي.

امجد داوړ په يو ويډيو بيان کې ويلي، "حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په درې ورځو کې به پارلیماني کميټي جوړيږي او که جوړه نه شوه يا پلټنې د ډاډ وړ نه وې نو بيا دوي کولی شي چې د نړيوال کمېشن غوښتنه وکړي".

ځوان امجد داوړ وايي، "د درېو ورځو په ځای مونږ درې مياشتې انتظار وکړو او په دې موده کې مو د صوبې نه واخله تر مرکزه پورې خلکو سره ولیدل ټولو ژمنې وکړې خو تراوسه کوم کوټلی ګام نه دی پورته کړی شوی ځکه زه بيا د نړیوال کمېشن غوښتنه کوم چې د اېس پي طاهر داوړ د وژنې پلټنې وکړي".

هغه زیاته کړې د خپلې دې غوښتنې منلو دپاره به ټول ائيني او قانونه حقونه کاروي او ډېر زر به په دغه اړوند نور مالومات د خبري غونډې د لارې شريک کړي.

د خېبرپښتونخوا پوليس افسر اېس پي طاهر داوړ د اکتوبر په ۲۶ م له اسلام اباده ناڅرګندو کسانو تښتولی ؤ.

د طاهر داوړ مړی بيا د نومبر په ۱۳م د افغان چارواکو په وینا له ډیورنډ د کرښې نه پورې غاړې د افغانستان د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په سیمه کې شوی ؤ.

د پاکستان د کورنيو چارو وزيرمملکت وزیر شهریار افریدي د دسمبر په وړومبيو کې په اسلام اباد کې د طاهر داوړ له ورور او د خېبرپښتونخوا د هاغه وخت د پولیسو له مشر سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې ويلي ؤ د يادې پېښې د پلټنو دپاره پارلیماني کميټي جوړه کړی شوې ده.

د طاهر داوړ د وژنې د پېښې د پلټنې دپاره د اسلام اباد پولیسو یوه ګډه پلټونکې ډله (جی ايي ټي) هم جوړه شوې، چې پکې د استخباراتي ادارو غړي هم شامل ؤ.

د طاهر داوړ د وژنې په اړوند د پاکستان حکومت کوم رسمي بيان نه دی جاري کړی چې هغه د اسلام اباده چا تښتولی او د وژنې علت يې څه ؤ؟.

د وژل شوي پوليس افسر زوي هغه وخت هم د نړیوال پلټونکې کمېشن جوړولو غوښتنه کړې وه.

هغه ويلي ؤ، دا پېښه د دوو هېوادونو پاکستان او افغانستان پورې اړه لري خو د پاکستان حکومت ویلي ؤ چې دوي به دا پلټنه پخپله کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG