لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد د افغانستان د سولې د خبرو دپاره بل ۱۸ ورځنی سفر پېل کړی


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سيمې د هېوادونو ۱۸ ورځنی سفر پېل کړی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د زلمي خليلزاد د سفر په اړوند بيان کې ويلي،

نوموړی به د ۱۰م فرورۍ نه تر ۲۸م فرورۍ پورې د افغانستان، پاکستان، قطر، ترکي، جرمني او بېلجئيم سفر کوي.

وزارت ويلي، "دا سفر د سولې د بهیر د هغو ټولو هڅو برخه ده چې د امريکې د ملي امنيت ساتنه کوي او د افغانستان د خپلمنځي خبرو دپاره ټول فريقېن رايوځای کړي د کوم څه نه چې دوي د خپل هېواد د راتلونکې لاره وټاکي".

ويل شوي په دغه سفر کې به نوموړي د سولې د ګډو هڅو پله مخ په وړاندې تګ په اړوند د امریکايي همکارو هېوادونو او افغان حکومت سره وويني.

خليلزاد تېره میاشت په قطر کې د طالب استازو سره د شپږ ورځنيو خبرو وروسته ويلي ؤ په دغو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

له دغې وروسته نوموړي بيا په ټويټر ويلي ؤ، د ترهګرۍ د مخنيوي او د پوځيانو د ويستلو په اړه پرمختګ شوی خو دا په دې مانا نه دی چې کار خلاص شو.

نوموړي د روانو خبرو په اړه د شک کوونکو د وخت نه وړاندې قضاوتونو ته خبرداری ورکړی او ويلي يې ؤ افغان جګړه ۴٠ کاله عمر لري او حل يې ساده نه دی.

هغه ویلي،

"تاسو په يوه نمړۍ کې هاتي نه شئ خوړلی. هم دغه شان په يوه ناسته کې دا قضيه نه حل کيږي".

خليلزاد له دې وړاندې د اتمې نه تر ۲۱م جنورۍ پورې د افغانستان، پاکستان، چين او هند سفر کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG