لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت دحج تګلاره اعلان کړه،مصارف پکې لوړ شوي


دپاکستان حکومت د روان کال دپاره خپله حج تګلاره اعلان کړې چې دهغې له مخې به سږکال یو لک ۸۴زره اؤ۲۱۰ پاکستانیان حج ته لیږل کیږي، خو دنورو کلونو په پرتله سږکال دحج مصارف زیات اېښودل شوي دي.

داعلان شوې تګلارې له مخې د خیبرپښتونخوا اؤ‌ قبائیلي سیمو څخه به یو حاجي نه ۴لکه۳۶زره اؤ۹۷۵ روپۍ اخستل کیږي اؤ دکوټې اؤ کراچۍ نه به دغه مصارف ۴لکه ۲۶زره اؤ۹۷۵ روپۍ وي.

سږکال سعودي پاکستان ته دحج دپاره د پینځوؤ زرو کسانو اضافي کوټه هم ورکړې اؤ په تګلاره کې ویل شوي چې ۶۰فیصدي حاجیان به د سرکاري اؤ ۴۰ فیصدي به د شخصي کوټې په اساس حج ته لیږل کیږي.

دحج دپاره د درخواستونو ورکړه به د ۲۵مې فرورۍ څخه پیل کیږي اؤ ترشپږم مارچ به دوام لري.

دسعودي لخوا دپینځوؤ زرو حاجیانو ورکړل شوې اضافي کوټه به هاغو نوؤ راجسټر شوؤ شخصي کمپنیو ته ورکول کیږي چې تراوسه یې څوک حج ته نه دي لیږلي.

په تګلاره کې ویل شوي چې سږکال به هیڅوک په ویړیا توګه حج ته نه لیږل کیږي اؤ کومو خلکو ته چې پرله پسې درې کاله حج ته د تګ نوبت په لاس نه دی ورغلی هغوئ دپاره د۱۰ؤ زرو کسانو کوټه بیله کړل شوې چې دپچې یا قرعه اندازۍ دلارې به یې نومونه راویستل کیږي.

هغه حاجیان چې دکال۲۰۱۴م څخه دکال۲۰۱۸م پورې یې حج کړی وي سږکال به حج ته د تللو وړتیا نه لري

د تیرې میاشتې په وروستیو کې د پاکستان مرکزي کابېنې په اسلام اباد کې د کال ۲۰۱۹م لپاره د حج پالیسي منظور کړې وه چې تر مخه يې د حج خرڅ یا داخله یو نیم لک روپۍ سېوا کړی شوې.

په پاکستان کې دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې دحج د بیعو په لوړولو سختې نیوکې کړي خو دمذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري ویلي چې دسعودي حکومت غواړي دحج چارې په درېوؤ څلورو کالو کې په مرحله واره توګه شخصي څانګې ته په لاس کې ورکړل شي اؤ له دې امله به راتلو څو کلونو کې دحج بیعې نورې هم لوړې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG