لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اؤ روس راتلونکې اوونۍ په افغان سوله خبرې کوي


افغانستان دپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کاهلوف تیره ورځ ماسکو کې خبریالانو ته ویلي دغه لیدنه به راتلونکۍ اوونۍ ترکیه کې افغانستان دپاره د دواړو هیوادونو د ځانګړو استازو(زلمی خلیل زاد اؤ کاهلوف) ترمیځ ترسره شي.

د روسیې استازي ویلي چې هغه به زلمي خلیلزاد سره دې لیدنه کې دافغان سولې په اړه تر اوسه په شوؤ پرمختګونو اؤ هلوځلو خبرې وکړي،

افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد د سیمې دهیوادونو په سفر راوتلی ا‌ؤ ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به هغه دهاغو ټولو هیوادونو د چارواکو اؤ طالب مشرانو سره لیدنې کوي چې دافغان کشالې په هواري کې مرسته کولی شي.

په روسیه کې هم تیره اوونۍ دطالبانو اؤ افغان دولت دمخالفو سیاسي مشرانو یوه غونډه شوې وه چې افغان دولت پرې ناخوښي ښکاره کړې ده خو روسیه وایي چې دافغان کشالې په هواري کې خپل رغنده رول ترسره کوي.

افغانستان دپاره د روس ځانګړي استازي ښاغلي کاهلوف ویلي هغه به ترکیې ته دخپل سفر په مهال ددغه هیواد چارواکو سره هم افغانستان کې د سولې په اړوند صلاح مشورې کوي.

دنوموړي وینا وه چې روس دافغان کشالې سیاسي هواري ته لیواله دی اؤ غواړي چې دطالبانو استازي هم دافغانستان د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې برخه ولري.

تر دې وړاندې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خپل دا خواهش ښکار کړی چې طالبان باید دافغانستان راتلونکو د ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخلي خو طالبانو لا په غوڅ ډول خپل دریځ نه دی ښکاره کړی چې دافغانستان دموجوده اساسي قانون په اساس کیدونکو دغو ټولټاکنو کې به برخه واخلي که نه؟

طالبان دافغانستان دموجوده اساسي قانون له منلو انکار کوي خو تیره میاشت په دوحه کې زلمی‌خلیلزاد سره د سولې په اړوند له اوږدو خبرو وروسته یې ویلي وؤ چې هغوئ دافغان ستونزې د سیاسي هواري پلوي دي.

طالبانو دا هم ویلي چې د ټوپک په زور په افغانستان قبضه نه کول غواړي بلکې اراده یې ده چې راتلونکي کې دټولو خواؤ اؤ ادارو سره په ګډه پر مخ ولاړ شي.

څیړونکي وایي دطالبانو په دریځ کې دا نرمښت ښایي چې هغوئ دافغانستان په اساسي قانون کې دځېنو مهمو بدلونونو په صورت کې غواړي ځان په راتلونکي حکومت کې ورګډ کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG