لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دناټوسکتر:دسولې پروسه کې باید افغان دولت هم شامل وي


دناټو عمومي سکتر ینس سټولټنبرګ دافغان کشالې هواري دپاره د سولې د روانو هڅو څخه دکلک ملاتړ اعلان کړی خو ټینګار یې کړی چې د سولې په پروسه کې باید افغان دولت هم شامل وي.

دناټو ددفاع د وزیرانو له غونډې یوه ورځ دمخه خبریالانو ته دناټو عمومي سکتر ویلي دافغان سولې د روانو هڅو دپائیلو په اړوند د اوس نه قضاوت نه شي کیدلی خو ناټو دافغان دولتي ځواکونو په ملاتړ ټینګار کوي.

ښاغلي ینس سټولټنبرګ زیاته کړې ده فعلاً دافغانستان وضعیت دپخوا په څير ستونزمن دی خو دسولې دټینګښت دپاره هڅې هم دومداره دي اؤ دامریکا لخوا ناټو ته دافغان سولې دپاره د روانو هڅو په هکله معلومات ورکړل شوي.

دناټو سکتر وایي چې ناټو دافغان سولې په اړوند دیو احتمالي تړون دنتیجو په هکله خپلو کې په مشورو بوخته ده.

هغه دغه مهال د افغان ولسمشر اشرف غني هغه هڅې هم ستائیلي چې په دې وروستیو کې خپلو مخالفینو سره دسولې دپاره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې” باید هاغو کسانو ته درناوی ورکړو،چې مونږ سره اوږه په اوږه جنګیږي “

هغه وویل دافغانستان حکومت قانوني حيثيت لري او دوى بايد په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي.

په بیلجیم کې دناټو ددفاع د وزیرانو د کیدونکې دوه ورځنۍ غونډې په هکله دناټو عمومي سکتر وویل ددې غونډې په دويمه ورځ به دافغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې د افغانستان وروستي حالات او د ناټو د ماموريت ارزونه کېـږي.

په بروکسل کې د ناټو ددفاع د وزیرانو دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دسیمې دهیوادونو په سفر دی اؤ ویل کیږي دناټو عمومي سکتر به د زلمي خلیلزاد سره هم دافغان سولې په اړوند خبرې اترې اؤ مشورې وکړي.

ددې ترڅنګ افغانستان دپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کاهلوف هم تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې هغه به هم په ترکي کې زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې دافغان سولې په اړوند روانو هڅو باندې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG