لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان هایکورټ: پولیس دې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مقدمو کې ښکېل غړي نه نیسي


کوټه ــــ په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په خلاف چې پوليسو کومې مقدمې درج کړې دي، د کوټې هایکورټ امر کړی چې د هغو غړو په خلاف دې پوليس تر هغه وخته کاروایي نه کوي چې عدالت حتمي فیصله نه وي کړې.

د پي ټي ایم د دغو غړو مدافع وکیل ایډوکېټ حبيب الله ناصر وي.او.اې ډيوه ته وويل، چې د بلوچستان په پښتني سيمو کې د پوليسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو خلاف تر شل زياتې مقدمې شوې دي.

د پي ټي ایم د غړو یو بل مدافع وکیل ولي افغان وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په ضد چې په کوټه، چمن، لورالای او کلاسیف الله کې کومې مقدمې شوې وې، د هغوی ټولو اورېدنه نن د چارشنبې- شورو په ورځ شوې ده.

حبیب الله ناصر وایي، دوی د پوليسو د دغو مقدمو په خلاف د بلوچستان هایکورټ ته رجوع کړې وه. وایي دوی او د دوی نور وکیلان ملګري د هایکورټ قاضي جسټس نذير احمد لانګو ته د دغو مقدمو د اورېدنې لپاره وړاندې شول.

حبيب الله زياته کړه چې دوی ځکه د پوليسو د مقدمو خلاف هایکورټ ته مخه کړې ولې چې پوليسو د پاکستان د فوجدارۍ قانون د ضابطه 196 خلاف ورزي کړې ده او د پي ټي ایم د غړو خلاف يې په ناقانونه توګه مقدمې کړې دي.

هغه وويل چې د داسې مقدمو لپاره به له رياسته په رسمي توګه لیکلې اجازتنامه اخیستل کېږي:

"کومه اداره چې د چا خلاف ایف ای آر درج کول غواړي پوليس به د هغې ادارې په مدعيت کې مقدمه درج کوي، خو د ټي ټي ایم د غړو خلاف چې کومې مقدمې درج شوې دي هغه د دې قانون په ضد کې دي."

د ایډوکېټ حبيب په وینا د عدالت له لوري چې نن کوم حکم شوی د هغه مطابق د بلوچستان پوليس به د پي ټي ایم هغه غړي نه نیسي او نه به یې تنګوي چې په خلاف یې مقدمې شوې دي.

د بلوچستان د سرکاري وکیل یوہ ذمه وار وي.او.اې ډیوہ ته د عدالت د نن د کاروايي او حکم پخلی وکړ او ویې ویل چې پولیس ته حکم شوی چې د پي ټي ایم د ھغو غړو په خلاف دې ھیڅ قسم ڰامونه نه اخیستل کیږي د کومو خلاف چې مقدمې درج شوې.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG