لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لر و بر پښتانه د وړانګې لوڼۍ او د ارمان د لوڼو د تعلیم ارمان پوره کول غواړي


واشنګټن ــــ د پروفيسر ارمان لوڼي وژنې که يوې خوا ته په نړيواله کچه د پښتنو قهر او غم را پارولی دی نو بلې خوا ته يې يوه بې مثاله همغږي هم رامنځ ته کړې چې ښکاره څرک يې د ارمان لوڼي له کورنۍ سره د اعلان شوو او نا اعلان شوو مرستو لړۍ ده.

د مالي مرستو په څنګ کې تر ټولو په زړه پورې جذبه د ارمان لوڼي د خور وړانګې لوڼۍ او د ارمان لوڼي د بچو د تعليم په اړه ليدل کيږي.

په رسنیو کې لیدل کیږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ارمان لوڼي کورنۍ ته ژمنې کيږي خو د دغه پښتون استاد وژنې د لر او بر پښتانه يو ځل بیا يو بل ته دومره نزدې کړل او په قامي بيدارۍ يې داسې وړانګې خورې کړې چې په تېر کې يې مثال نه موندل کيږي.

په کومو ځايونو کې چې د ارمان لوڼي لپاره دعا شوې، غايبانه جنازه شوې او په دې اړه کومه دستوره شوې نو داسې نه دي شوي چې يواځې ارمان لوڼي ته مغفرت غوښتل شوی بلکې د هغه لپاره انصاف غوښتل شوی او د ارمان له کورنۍ سره د مرستو ژمنې هم شوې دي.

په امريکا کې مېشتو پښتنو د ارمان لوڼي له کورنۍ سره د مالي مرستو لپاره عملي ګامونه پورته کړل او دغه لړۍ د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې روانه ده.

د متحده عرب امارات پښتنو په يوه لويه دستوره کې قرارداد منظور کړی چې وايي وړانګه لوڼۍ د ارمان لوڼي په نه شتون کې بې وروره نه ده بلکې هر پښتون د وړانګې لوڼۍ ورور دی.

وړانګې لوڼۍ پر خپل ټویټر او فېسبوک پاڼه له ټولو پښتنو نه مننه کړې او وايي ټول پښتانه ورته لکه د خپلو وروڼو په مثال دي.

د ارمان لوڼي له کورنۍ سره د غمرازۍ په وخت د بلوچستان پخواني وزير نواب اياز خان جوګیزي ژمنه وکړه چې د ارمان لوڼي د کورنۍ ټوله خرچه به له خپله جېبه پرې کوي او زياته يې کړه چې د ارمان لوڼي د کورنۍ په مشوره تيار دی چې د کويلې د دوو کانونو (درنګونو) آمدن يا خو نيغ په نېغه د کورنۍ بېنک اکاونټ ته واړوي او يا دغه کانونه د ارمان لوڼي د کورنۍ په نوم کړي.

د دې تر څنگ له ارمان لوڼي سره د مينې او قامولۍ په ریښه تړلي د افغانستان د پوهنتونونو مشر استاد پوهنوال محمد امير کامه وال ویلي چې هڅه کوي وړانګې لوڼۍ ته د لوړو زده کړو موقع برابره کړي.

هر کال افغان حکومت د ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډيور‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌نډ کرښې پورې غاړې د دوولسم ټولګي فارغانو پښتنو ته یو شمېر سکالرشیپونه ورکوي. ښاغلی کامه وال زیاتوي:

"زه به لومړی هڅه وکړم چې وړانګې خور ته په دولتي پوهنتون کې داخله واخلم او که داسې و نه شو نو زه دې ته هم ژمن یم چې د هغې د زدکړې ټول لګښت ورکړم. زه په خپله هم اقتصادي ستونځې لرم خو بیا هم له خپلې تنخوا به د وړانګې لوڼۍ د تعلیم خرڅ ورکړم. "

کامه وال وايي ټولو وروڼو ته یې پیغام دی چې خپلو خویندو او لوڼو ته دې د زدکړو موقع برابره کړي. هغه وايي:

"لومړۍ مې له خپله کوره څخه پیل کړه. خپلې خور ته مې دا موقع برابره کړه چې لوړې زده کړې وکړي. زموږ په کور او کلي کې هیڅوک ډاکټر نه وو خو زما خور له طب پوهنځي نه فارغه شوه چې اوس د خپلو خلکو خدمت کوي."

د محمد امیر کامه وال ژمنو ته په ځواب کې وړانګې لوڼۍ وویل: "موږ که په پوله جلا یوو خو په زړونو کې سره یو یوو، احساسات او جذبات مو ټول سره یو دي، دا ټولې هسې رسمي کرښې دي. زما لپاره دا د ویاړ خبره ده چې له ما سره ټول لر او بر افغان ولاړ دی او ما ته د ارمان د کمي احساس نه راکوي."

وړانګه لوڼۍ غواړي د طب زده کړې وکړي او ډاکټره جوړه شي. هغه وايي د مېډیکل زدکړو بشپړولو لپاره به ورته خامخا د مرستو اړتیا وي خو وايي دا مهال د کور ډېر مسئولیتونه یې ور په غاړه دي او د ارمان تر وژل کېدو وروسته ډېر څه ورته کول دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG