لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دامریکا اؤ پاکستان اړېکې مهم پړاؤ ته ننوتلي دي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي د امریکا اؤ پاکستان اړیکې یو مهم پړاؤ ته ننوتلي دي اؤ نن چې پاکستان افغانستان کې د سولې اؤ امن ټینګښت دپاره کومې هڅې کوي ټوله نړۍ دهغې په ستائنو بوخته ده.

د زیارت په ورځ دمیونخ کانفرنس کې دبرخې اخستلو په موخه جرمني ته له روانیدو وړاندې ښاغلي شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي دعمران خان حکومت د وړومبۍ ورځې څخه هڅه کوله چې دامریکا اؤ پاکستان اړیکې له نوي سره جوړې کړي اؤ نن په دې هڅه کې زړه پورې پرمختګ روان دی.

هغه وویل وړاندې به امریکا په پاکستان نیوکې کولې خو اوس امریکایي چارواکي پخپلو بیانونو کې دپاکستان دکردار ستائنه کوي.

دتیرکال په پیل کې دپاکستان اؤ امریکې اړیکې وروسته له هغې سختې تاوژنې شوې وې چې امریکایي صدر ډانلډ‌ ټرمپ پخپل یو ټویټ‌ کې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړو اؤ وئ ویل” پاکستان په فریب دامریکا نه ۳۳ اربه ډالر اخستي خو پخپله خاوره کې یې ترهګرې ډلې ساتلي دي”

وروسته واشنګټن په اسلام اباد خپلې ټولې پوځي مرستې وتړلې اؤ ګواښ یې وکړو چې که پاکستان دترهګرو ډلو دملاتړ نه لاس وانه خستو نو امریکا به ورسره خپلې هر رقم مرستې ختمې کړي.

دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل افغانستان کې دامن دټینګښت دپاره دپاکستان هڅې دهرچا په وړاندې دي اؤ ټوله نړۍ یې ستائنه کوي.

هغه وویل د میونخ په غونډه کې به دافغان ولسمشر اشرف غني سره هم لیدل کتل کوي اؤ هغه به افغانستان کې دسولې په اړوند دپاکستان د هڅو اؤ نظر څخه خبروي.

په میونخ کې دامن دا نړیواله غونډه په داسې مهال راجوړیږي چې طالبانو دچهارشنبې په ورځ اعلان کړی د راتلونکې دوشنبې په ورځ به اسلام اباد کې هغوئ دامریکایي استازي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره لیدنو کې په افغان سوله خبرې کوي.

دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل د میونخ غونډې ته د امریکایي قانون سازانو پلاوی هم روان دی اؤ هیله کیږي چې هغوئ سره به یې هم لیدنه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG