لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دې د جېش محمد په اړوند ثبوتونه ورکړي پاکستان به یې پرضد عمليات وکړي، قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، په پلوامه کې د انسانانو په وژنه ورته افسوس دی، او که د هند سره د جېش محمد په اړوند کلک ثبوتونه وي د پاکستان سره دې شريک کړي.

وي او ای سره په خبرو کې قرېشي ویلي، پاکستان به نه يواځې په دغه لړ کې د هند مرسته وکړي بلکې د ککړو پرضد به کلک ګامونه پورته کوي.

په هندي کشمير کې د زيارت، پنجشنبې د ورځې په بريد کې د ۴۰ نه زيات هندي سرتيري وژل شوي او د بريد زمه واري جېش محمد نومې ډلې منلې و.

هند تور لګولی چې د بريد په شا د پاکستان لاس دی.

پرون د جمعې په ورځ د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان د نوم اخيستو پرته ويلي،

"که زمونږ ګاونډي هېواد (پاکستان) دا ګڼي چې کوم حرکتونه او سازشونه کوي د هغې نه به په هند کې بې ثباتي راشي نو دغه خوبونه دې د تل دپاره پرېږدي".

مودي ویلي، ترهګرو او د هغو مشرانو ته ويل غواړم چې ډېره غټه غلطي مو کړې ده غټ قيمت به يې ورکوئ.

د هند وزیراعظم زياته کړې ګاونډي هېواد دې د هند د بربادۍ خوبونه پرېږدي ځکه چې هغه کله هم داسې نه شي کولی.

هغه ويلي "ګاونډي هېواد ته داسې ښکاري چې هغه به کومه داسې تباهي خوره کړي چې هند بد حاله کولی شي د هغه دا منصوبې به کله هم پوره نه شي".

د راپورونه ترمخه په اسلام اباد کې د هند استازی د بهرنيو چارو وزارت ته غوښتی شوی او هغه ته احتجاج ريکارډ کړی شوی چې هند بې د پلټنو کولو نه وړاندې په پاکستان تور لګولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG