لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د ایراني صدر په سفر کې د ګیس پایپ لاین په پروژه غور شوی، امریکې سره هم په تماس کې یو


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي پاکستان ته د ایران د صدر په اوسني سفر کې د دواړو هیوادونو مشرانو د ایران اؤ پاکستان تر منځ د ګیس پایپ لاین په پروژه هم غور کړی اؤ د دواړو هیوادونو ګډه اعلامیه کې هم د دې خبرې عکاسي شوې ده.

که څه هم پاکستان ته د ایران د صدر په اوسني سفر کي پاکستان او ایران خپل دوه خيزه تجارت د موجوده دوه اربه ډالرو څخه تر لسو اربه ډالرو ته د رسولو ژمنې کړي او دواړوهيوادونو په بيلا بيلو څانګو کي اته لوظنامې لاس ليک کړي خو په دغه ټولو کي د ګيس پایپ لاین ذکر نه ؤ.

د جمعې په ورځ رسنیو ته د احوال ورکولو په وخت د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلې، په اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې پاکستان اؤ ایران د توانایۍ اؤ بجلۍ په اړه په چارو هم غور کړی دی.

امریکې په دې وروستو کې داسې اشاره کړې ده چې که چرې پاکستان د ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژه سرته رسوي نو د بندیزو سره مخ کیدای شي.

ممتاز زهره بلوچ وویل،مونږ د امریکې بیان لیدلی دی اؤ خپلو د توانایۍ د ضرورتونو پوره کولو لپاره امریکې سره په تماس کې یو.

څيړونکي وایي نه ګڼي چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژه سر ته ورسوي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې وویل چې د پاکستان د توانایۍ خپلې مهمې اړتیاوې دي اؤ اسلام اباد اؤ تهران په دې لړ کې جوخته همکاري لري.

تر دې وړاندې تېره ورځ د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف هم د جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې ويلي وؤ چې سيمه کي د غټو طاقتونو مداخلت زيات شوې دې او ګاونډيو هيوادونو ته به دې حوالې سره د خپلو ګټو لپاره يو ځای کيدل وي.

خواجه اصف د ايران د صدر ابرهيم ریسي د پاکستان سفرغټ پرمختګ وباله، په ځانګړې توګه د ګيس پایپ لاین پروژې په حوالې سره کومه چې د جيو پوليټيکل او نړيوالو بنديزونو له امله د ځنډ ښکار ده٠

د پاکستان د خارجه محکمې ویاندې اؤ د دفاع وزیر ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژې د سرته رسولو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې امریکې د پاکستان بیلسټک میزایلو اؤ د لرې فاصلې پورې د وار کوونکي میزایلو د پروګرام لپاره د پرزو ورکولو په تور په څلورو بهرنیو کمپنیانو بندیزونه لګولي دي.

په دغو کمپینو د بندیزونو لګول کیدو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي پاکستان امریکا د هغې په وروستي اقدام له خپل تشویش خبر کړې ده اؤ مونږ دا ګڼو چې ایکسپورټ کنټرول سیاسي شوی دی.

څيړونکي وایي څنګه چې پاکستان په تيرو 14-15 کلونو کې ایران سره د ګیس د نل یا پايپ غځولو په پروژه کار پيل نه کړی شو نو دوي نه ويني چې د امريکې د فشار له وجې به پاکستان وکړې شي چې په دې پروژه لاس پورې کړي.

د انرژۍ د چارو کار پوهه خبريال ښاغلی خلیق کیاني د ډیوه خبریال الیاس خان سره خبرو کې ویلي،د پاکستاني چارواکو خوشبيني پخپل ځای خو د امريکا دريځ په دې اړه بيخي په ډاګه مخې ته راغلی دی.

هغه وایي "څنګه چې دوي(امریکې) د پاکستان مزایل پروګرام ته الات ورکوونکو کمپنيو باندې بنديزونه لګولي دي دا هغوي پاکستان ته اشاره ورکړې چې مونږ دي حوالې سره سنجيده يو"

خليق کيانى وويل که څه هم دا پروژه د پاکستان لپاره ډيره مهمه ده او حکومت دې حوالې سره د امريکا څخه په بنديزونو کي د رعايت اخستلو يو خواست هم کړی دی خو اوس هم دې کي ډير مشکلات دي او" ماته نه ښکاري چې پاکستان به دومره په اسانه په دې پروژه کار پيل کړي"

څيړونکي ګڼي دا هر څه د امريکا فشارپه ګوته کوي.

د څېړونکو په وینا هر څو که پاکستان غواړي چې د خپل انرژۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره دا مهمه پروژه پای ته ورسوي خو د امريکا د فشار له وجې ډير څه نه شي کولی او د دي يو غټ مثال دا دی چې ايران خو خپلې خوا ته دوه اربه ډالره مصرف کړي او تر پولې پورې یې پایپ غځولی خو پاکستان تراوسه د ګډي پولې راپديخوا کار شورو نه کړی شو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG