لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپيو: پاکستان بايد ترهګرو ته خوندي ځای ور نه کړي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ويلي "د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د هند سره ولاړ يُو او پاکستان بايد چې ترهګرو ته خوندي ځای ور نه کړي کوم چې د نړیوال امنيت دپاره ګواښ دي".

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر په هندي ځواکونو د ترهګر بريد غندنه کړې ده.

په هندي کشمير کې د زيارت، پنجشنبې د ورځې په بريد کې ۴۴ هندي سرتيري وژل شوي او د بريد زمه واري جېش محمد نومې ډلې منلې وه.

هند تور لګولی چې د بريد په شا د پاکستان لاس دی خو پاکستان د هند د لګولي تور رد کړی دی.

په هندي کشمير د بريد وروسته سپينې ماڼۍ په خپل بيان کې د بريد غندنه کړې او ويلي يې ؤ په پاکستان کې مېشت ترهګرې ډلې دا برید کړی دی.

سپينې ماڼۍ په پاکستان غږ کړی ؤ چې په سمدستي ډول دې په خپله خاوره د ترهګرو ملاتړ پرېږدي د چا يواځينی هدف چې اړی ګړی جوړول، تشدد او په سیمه کې ترهګري کول دي.

پرون د جمعې په ورځ د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان د نوم اخيستو پرته ويلي،

"که زمونږ ګاونډي هېواد (پاکستان) دا ګڼي چې کوم حرکتونه او سازشونه کوي د هغې نه به په هند کې بې ثباتي راشي نو دغه خوبونه دې د تل دپاره پرېږدي".

مودي ویلي، ترهګرو او د هغو مشرانو ته ويل غواړم چې ډېره غټه غلطي مو کړې ده غټ قيمت به يې ورکوئ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي که د هند سره د جېش محمد په اړوند کره ثبوتونه وي چې د پلوامه په بريد کې يې لاس درلود، د پاکستان سره دې شريک کړي پاکستان به يې پرضد عمليات وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG