لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نینسي پلوسي:امریکا به دستراتیژیک ائتلافي په توګه دافغانستان ترڅنګ پاتې وي


دامریکا دکانګریس مشرې نینسي پلوسي ویلي امریکا افغانستان کې دسولې دپروسې په ګډون افغانستان سره دوامداره همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن ده او په دې برخه کې به د ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

دکانګریس مشرې دشنبې په ماذیګر دجرمني په میونخ ښار کې دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني سره لیدنه په ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاکنو، سولې پروسې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعال حضور، دترهګرۍ ضد ګډې مبارزې، اقتصادي ودې او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

میرمن نینسي پلوسي د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت پرمختګونه او لاسته راوړنې له هیله مندۍ ډکې وبللې او زیاته یې کړه، هېواد یې غواړي افغانستان سره دسولې اؤ دپرمختګونو په لړ کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دبیان له مخې په دې لیدنه کې ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو او ستراتیژیکې ملګرتیا قدرداني وکړه او وې ویل، د افغانستان خلک د څلوېښت کلن بحران پای ته رسېدو ته انتظار دي.

هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویه جرګه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړه شي، د سولې پروسې په اړه به بحث او خبرې وکړي.

په دې وروستیو کې امریکا د افغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې هڅې زیاتې چټک کړي اؤ طالبان وایي ټاکل شوې ده سبا (دوشنبه) افغانستان کې دسولې دپاره دپاره امریکایي استازی زلمی خلیل زاد په اسلام اباد کې طالب استازو سره دسولې خبرې وکړي.

زلمی خلیل زاد چې دا مهال د سیمې دهیوادونو په سفر دی تیره میاشت یې هم په دوحه کې دافغان سولې په اړه طالبانو سره دشپږو ورځو اوږدې خبرې کړې وې اؤ دواړه خواوې وایي چې په دغو خبرو کې یې یو شمیر پرمختګونه کړي.

طالبانو تر دې مهاله افغان دولت سره دسولې خبرو ته دکښیناستلو څخه ډډه کړې چې په دې عمل افغان دولت خفه دی اؤ وایي د سولې کیلي په افغانستان کې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ اعلان کړی ؤ چې د ټول افغانستان په کچه به دسولې دپاره په نزدې وختونو کې د سولې مشورتي جرګه راغواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG