لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: "طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي"


د افغانستان صدر اشرف غني ويلي،"طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس استوارې دي، د دې ترڅنګ دې له ترهګرو شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي".

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ویلي، "پاکستان باید د سولې پروسې په برخه کې عملي همکاري وکړي".

اشرف غني پرون د اتوار، يکشنبې په ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه ليدلي دي.

د ناستې ګډون والو ته په وېنا کې اشرف غني وويل، د سولې په لړ کې پرمختګ شوی خو تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په موخه لا زیاتو او ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.

د ارګ خبر پاڼې ترمخه هغه وويل، "له ډاکټر خلیلزاد سره د کار په نوې او واضحه طریقې هوکړې ته رسېدلي یوو چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریکېږي او د مشخصې اجنډا په اړه دوامدارې مشورې کېږي او د هغو په رڼا کې به اقدام وشي".

ارګ ويلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د صدر اشرف غني او د غونډې له ګډنوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل، وویل، مونږ د افغان حکومت او افغانانو په محوریت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي (سنجيده) یو، خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړو چې په کې ټول اقدارخوندي او ۴۰ کلن بحران پای ته ورسي.

هغه ويلي، زمونږ "موخه دا نه ده چې د وتلو لار پېدا کړو، بلکې زمونږ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی او د سولې له ټینګښت وروسته به د افغانستان د حکومت سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث وشي".

د ارګ په خبر پاڼه کې ويل شوي نوموړي د سولې په پروسه کې د سیمې ارزښت ته په اشارې وویل، "مونږ د سولې په لټه کې یُو ځکه زمونږ موخه د جګړې ختمول دي، خو د هر ډول سولې پلوي نه يُو".

ډاکټر خلیلزاد څرګنده کړې، "مونږ له طالبانو سره په ډېرو غونډو کې پر څلورو موضوعاتو لکه له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي، د امریکایي عسکرو د حضور، له افغان حکومت سره پر مستقیمو مذاکراتو او سرتاسري هراړخیز او دایمي اوربند بحث کړی".

خليلزاد ويلي، تر هغې چې پردغو څلورو واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، دې ته پرمختګ نشو ویلی.

هغه زياته کړې د اوربند مسئله او افغان حکومت سره خبرې تر ټولو مهم موضوعات دي، ټول مسایل له یوه بل سره تړاو لري او ټولې فېصلې به د افغان حکومت په محوریت نیول کېږي.

په دې کتنه کې چې په دلګشاه ماڼۍ کې شوې، د سولې د مشورتي بورډ غړو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړو، ځینې سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنې غړو، د علماو، ځوانانو، ښځو، خصوصي سکتور او ملي شورا یو شمېر استازو او ځینې لوړپوړو دولتي چارواکو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG