واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته په ځواب کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان دا خبره له حقیقته لرې ده چې وایي د ترهګرۍ ښکار دی، وایي نړۍ خبره ده چې پاکستان د ترهګرۍ خورولو "اعصابي مرکز" یا سرچینه ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان لپاره په انګرېزي ژبه کېof Terrorism Nerve Centre اصطلاح استعمال کړې، د دې لفظي معنا (د ترهګرۍ اعصابي مرکز) ده. دا په دې مانا کارول شوې چې ټول انساني وجود د اعصابو په ذریعه کنټرولېږي.
عمران خان نن سه شنبې- ګل په ورځ ویلي وو، هند دې د پلوامه په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو شواهد ورکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هغه په ځواب کې ویلي، د پلوامه د برید ذمه واري جیش محمد ډلې منلې، وایي دا ډله او مشر یې مسعود اظهر په پاکستان کې دي، همدا ثبوت کافي دی چې پاکستان یې باید په ضد ګامونه واخلي.
په خبرپاڼه کې د وزیراعظم عمران خان وړاندیز ته چې که هند ثبوت ورکړي پاکستان به د دې پېښې په پلټنو کې ورسره مرسته وکړي په ځواب کې ویل شوي، چې هند پاکستان د ممبۍ د 26/11 او د پټان کوټ د بریدونو شواهد هم وړاندې کړي وو، خو پاکستان په دې اړه هیڅ پلټنه ونه کړه.
عمران خان ویلي وو حکومت له هند سره جګړه نه بلکې سوله غواړي، وایي که هند پر پاکستان برید وکړي نو بې له دې چې سوچ ورباندې وکړي سمدستي به ځواب ورکوي. عمران خان ویلي چې جګړه پیلول اسان کار دی خو ختمول یې ګران دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی په دې هیڅ حیراني نه ښکاره کوي چې عمران خان د پلوامه برید ولې د ترهګرۍ عمل نه دی ګڼلی، نه یې غندلی دی او نه یې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې ده.
هند وایي عمران خان د نوي پاکستان جوړولو دعوې کوي، خو تور یې پورې کړی چې د حکومت ځینې وزیران یې په ښکاره له ترهګرو سره ناستې کوي چې په هغوی کې یو حافظ سعید هم دی چې ملګرو ملتونو ورباندې بندیز لګولی دی.
عمران خان دعوه کړې وه چې د هند حکومت ځکه پر پاکستان د پلوامه د برید تور پورې کړی چې غواړي په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت یې دا دعوه په کلکه رد کړې او دا خبره یې له حقیقته لرې بللې ده.
هند پاکستان ته ویلي چې د نړیوالې ټولنې له ګمراه کولو دې لاس واخلي او ورڅخه غوښتي یې دي چې د پلوامه پېښې د ترهګرو او نورو هغو ترهګرو په ضد دې د باور وړ او ښکاره ګامونه واخلي، چې د پاکستان په خاوره کې موجود دي.