لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د قبایلي ضلعو د جېلونو او عدالتونو د ودانیو جوړولو منظوري ورکړه


د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت په قبایلي ضلعو کې د جېلونو، پراسیکیوشن (استغاثې)، ضمانتونو او د پبلک سېفټي کمېشن د ډایریکټرېټ غزولو د بیړني او لنډمهال پلان منظوري ورکړې ده چې 794 میلینه روپۍ خرڅ به ورباندې راځي.

د کورنیو او قبایلي چارو وزارت د دې منصوبې لپاره یو اوږدمهاله پلان هم تیار کړی دی، چې له مخې به یې په ټولو قبایلي ضلعو کې جېلونه جوړېږي او په دغو ضلعو کې د وړو بندیخانو د حالت ښه کولو لپاره 11.4 اربه روپۍ لګښت اندازه شوی دی.

په اوږدمهاله پلان کې د پراسیکیوشن ډایریکټرېټ لپاره 1.2 اربه روپۍ اندازه شوې دي، په لنډمهاله پلان کې به اوس یواځې ودانې وړې بندیخانې رغول کېږي.

وکیل علي عظیم اپریدی وایي، د عدالتي نظام لپاره جېلونه او پراسیکیوشن لومړی ضرورت وي:

"پراسیکیوشن په فوجداري نظام کې د حکومت موقف د عدالت مخې ته وړاندې کوي، دا یو ډېر مهم پرمختګ دی".

د قبایلي ضلعو د عدالتي نظام لپاره یو بل لوی پرمختګ دا دی چې د پېښور هایکورټ په قبایلي ضلعو کې 59 جوډیشل آفسران د لګولو لپاره نومولي دي، چې په هغوی کې 22 سینېر سېول قاضیان، 29 سېول قاضیان او 8 ایډیشنل، سېشن او ډسټرکټ قاضیان شامل دي.

د پښتونخوا حکومت په وروستیو کې د قبایلي ضلعو د عدالتونو لپاره 907 پوسټونه اعلان کړي وو. له هایکورټ نه مطبوعاتو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په اوو قبایلو ضلعو کې به په سمدستي توګه د لنډمهالي نظام په بنیاد عدالتونه فعاله کېږي.

نوي ګومارل شوي قاضیان به د عملې لپاره د قبایلي ضلعو په ډومیسایل سمدستي پر کار لګېږي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په قبایلي ضلعو کې د عدالتي نظام د جوړولو عمل د توند کولو لپاره یې یوه سټېنډنګ کمېټۍ هم ټاکلې ده.

هایکورټ د پېښور جوډیشل اکېډمۍ ته په قبایلي ضلعو کې د ټاکل شویو قاضیانو او د عدالیې د نورې عملې ته په بیړنۍ توګه د روزنیزو کورسونو د جوړولو امر هم کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG