په کراچۍ کې د کوټې سره تعلق لرونکي پينځه کم عمره ماشومان مړه شوي، مور او ترور يې په ناروغه حالت کې روغتون ته وړل شوي درملنه یې روانه ده، پوليس وايي ښکاري دوي د ناکاره خوراک خوړو څخه مړي شوي دي.
دا کورنۍ چې د کوټې سيټلايټ ټاؤن څخه پرون د زیارت په ورځ کراچۍ ته راغلي، په قصرناز سرکاري مېلمستون کې پاتې شوې وه.
د کراچۍ د پوليسو په وېنا فېصل کاکړ چې د پینځه واړو ماشومانو پلار دی، د شپې د د خوړو وروسته يې ناوخته د ښځې طبعيت خراب شوی او هغه يې روغتون ته وړلې ده.
خو وروسته يې خور پسې خبر کړی چې په کمره کې د ماشومانو طبعيت هم خراب شوی او بيا چې دا ماشومان د کراچۍ شخصي روغتون (اغا خان ) ته وړل شوي، د روغتون چارواکو يې د مړينې پخلی کړی دی.
په مړه شوؤ ماشومانو کې درې جينکې او دوه هلکان دي.
د کراچۍ ښار د جنوبي ضلعې د پوليس مشر طارق دهاريجو ویلي د کمرې نه د بريانۍ پلېټونه، دوايانې او نور خواږه هم ترلاسه کړی شوي خو داسې ښکاري چې دوي د ناکاره خوړو له امله مړه شوي دي.
ځينې راپورونه وايي دې کورنۍ پرون د کراچۍ نه کوټې په لار خضدار او بيا په حب علاقه کې هم دوي ډوډۍ خوړلې وه.
او بيا يې ماښام په کراچۍ کې د یو رسټورانټ څخه برياني راغوښتې او هغه يې خوړلې ده.
پوليس ويلي د خوراکي توکو د کتنې ادارې چارواکو د هوټل او د کمرې څخه نمونې اخیستي چې د خوړو نوعيت مالوم کړي.
وزيراعلی سيند د پېښې نوټس اخيستی او رپوټ يې غوښتی دی چې پېښه څنګه رامنځته شوې ده.
پولیس او د خوراکي توکو د څار ادارې چارواکو ويلي د اخيستل شوؤ نمونو د جاج يا ټيسټونو وروسته به مالومه شي چې ماشوم د خوړو یا بل علت څخه مړه شوي دي.