لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پشين د کورنۍ د پينځه ماشومانو ترور هم ژوند د لاسه ورکړی


په کراچۍ کې پرون د جمعې په ورځ د پشين سره تعلق لرونکو پينځه ماشومانو د مړینې وروسته د هغو ترور هم په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی، د کراچۍ پوليسو پرون ويلي ؤ ښکاري چې دوي د ناکاره خوړو له امله مړه شوي دي.

پينځه واړه مړه شوي ماشومان تېره شپه کوټې او بيا خپل پلارني کلي د پشين خانوزۍ ته وړل شوي او نن خاورو ته سپارل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د پشين ضلعې سره تعلق لرونکې کورنۍ د زیارت په ورځ کراچۍ ته رارسېدلې او شپه يې په سرکاري مېلمستون قصرناز کې وه.

د شپې په مهال د پينځه خوېندو وروڼو کم عمره ماشومانو حالت خراب شوی او روغتون ته وړل شوي او هلته يې ډاکټرانو د مړينې پخلی کړی دی.

په مړه شوؤ ماشومانو کې چې د ټولو عمرونه د لسو کالو نه کم ښودل کيږي درې هلکان او دوه جينکۍ دي.

دغه کورنۍ چې د فېصل کاکړ نومې تن ده، د ماشومانو سره د کاکړ د خور طبعيت هم خراب شوی او هغه هم روغتون ته وړل شوې او بېګاه د شپې ناوخته هغې هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د فېصل د خور مړی لا کلي ته نه دی وړل شوی.

د کراچۍ د پوليسو مشر امير شېخ پرون د جمعې په ورځ رسنيو سره په خبرو کې ويلي ؤ دې کورنۍ د زيارت په ماښام په کراچۍکې د نوبهار نومې رسټورانټ نه برياني (وريژې) راغوښتې او خوړلې وي، او د کوټې نه د کراچۍ په لار يې په خضدار کې هم ډوډۍ خوړلې وه.

هغه ويلي پوليس او د خوراکي توکو د څار ادارې په قصرناز کې د دوي د رسټورانټ د کمرې نه ځينې نمونې اخيستي او د ماشومانو پوسټ مارټم، طبي معاينه هم شوې د دغو رپوټونو مخې ته راتلو وروسته به مالومه شي چې د دوي د مړينې علت څه ؤ.

پوليس او د خوراکي توکو د څار ادارې رسټورانټ تړلی او پلټنې يې پېل کړي دي.

پوليس ويلي په رسټورانټ کې کار کوونکي کسان يې هم نیولي او د هغوي نه هم مالومات کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG