لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمر داودزی: د قطر مذاکرات دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا مشر او د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داود زی وايي په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو هدف د افغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو ته د اسانتیاو برابرول دي.

نوموړي وویل "مونږانتظار لرو هرڅومره ژرد قطر مذکرات چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي اومخامخ خبرو ته د زمینې برابرېدل دي ،دې هدف ته ورسیږو".

په قطر کې نن د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو ترمنځ د مذکراتو لړۍ پېل شوې ده.

طالبانو ویلي، د ملاهیبت الله مرستیال مشرملاعبدالغني برادر دوحې ته رسېدلی او د امریکا له پلاوي سره د خبرو په پروسه کې برخه اخلي.

دسولې عالي شورا د دارالانشا مشر عمرداود زی وايي د پاکستان د موافقې پراساس ملابرادر د دوحې په ناسته کې ګډون کوي.

داوزی وايي پاکستان ته یې په وروستي سفر کې د پاکستان دولت په همکارۍ له ملا عبدالغني برادرسره لیدلی و او له دې لیدنې دا جوته شوه چې برادر فکري استقلال او په بشپړ صلاحیت سره د خبروکولو وړتیا لري.

نوموړي وویل "زما برداشت دا دی چې فکري خپلواکۍ یې لوړه ده او اوس چې د قطر په خبرو کې ګډون لري او طالبانو رهبري کوي ،توقع کیږي چې له خپل فکري استقلال څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي او ژر،ژر تصامیم ونیسي ترڅو سولې ته ورسیږو".

افغان حکومت ویلي په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتو، د بندیانو په تبادله، سرتاسري اوربند او د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د مخامخ مذکراتو پرمسایلو به بحث او خبرې کیږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري دخالي، شنبې په ورځ ویلي و دوه مهم مسایل چې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مذکراتو کې دا ځل بیا پرې بحث کیږي سرتاسري اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو موضوع ده.

نوموړي ویلي په تېرو مذکراتو کې طالب استازو پردې دوو مسایلو د بحث کولو صلاحیت نه درلود خو دا ځل توقع کیږي چې له خپلو مشرانو څخه به یې بشپړ واک ترلاسه کړي وي.

دسولې عالي شورا په داسې حال کې د قطرپه تازه ناستې کې د افغان سولې په تړاو د مهم پرمختګ د رامنځته کېدو هیله کړې چې افغان حکومت ویلي د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کارپه تیزۍ سره روان دی.

عمرداود زی وايي دا جرګه به له ۲۰۰۰ نه زیات ګډونوال ولري او۳۰ فیصده ښځوته په کې برخه ورکول کیږي.

نوموړي ویلي د سولې مشورتي لویه جرګه کې به چې د مارچ میاشتې په ۱۷ جوړیږي او تر ۲۰ به دوام وکړي د جرګې له غړو څخه به د افغانستان د سولې په تړاو نظراخیستل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG