لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پاکستان د جنګي الوتکې نسکورولو ادعا کړې ده


پاکستان ادعا کړې چې د هند دوه جنګي الوتکې يې نسکورې کړي خو هند ادعا کړې د پاکستان يوه الوتکه يې نسکوره کړې او يوه خپله الوتکه يې د لاسه ورکړې او پايلټ يې بې درکه دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او پوځ نن د شورو، چهارشنبې په ورځ ادعا کړې چې د هند دوه الوتکې د پاکستان لوري ته راوړېدلي او د پاکستان هوايي ځواک رانسکورې کړي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي د هند دوه پايلټان يې په ولقه کې اخيستي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې د پاکستان جنګي الوتکې د هند لوري ته اوړېدلي او د هند هوايي ځواک بیا د پاکستان يوه الوتکه رانسکوره کړې ده.

د هند په بیان کې ادعا شوې چې د پاکستان الوتکه په هوا کې ښکاري چې د پاکستان لوري ته غورځېدلې ده.

خو د پاکستان د پوځ وياند نن د هندي الوتکو د نسکورولو د احوال تېرولو په مهال ويلي ؤ د پاکستان الوتکه نه ده ويشتل شوې.

د هند د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې منل شوې چې د عملیاتو په مهال يې يوه الوتکه د لاسه ورکړې او یو پايلټ يې بې درکه دی او پاکستان د پايلټ په ولقه کې د اخیستو ادعا کړې خو دوي د رښتياؤ مالومولو هڅه کوي.

هند پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بالاکوټ سيمه کې د جېش محمد د مرکز په نخښه کولو ادعا کړې او پاکستان ويلي ؤ هندي الوتکو بمونه غورځولي او تښتېدلي دي.

پاکستان ويلي ؤ هند ته به ځواب ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG