د پاکستان فضايي ادارې (سېول اېوي اېشن) ويلي، پاکستان په رسمي ډول خپل فضايي حدود بندوي او د بل امر پورې به دا بند وي.
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (پي اي ای) هم ويلي، د احتیاطي ګامونو اخيستو په ترڅ کې چې فضايي حدود بند کړی شوي د پي ايي ای پروازونه اغېزمن کېدی شي او د نورو مالوماتو دپاره دې د پي ايي ای د دفتر سره تماس ونيول شي.
د پاکستان فضايي حدود په داسې حال کې بند کړی شوي چې پاکستان نن د شورو، چهارشنبې په سهار د هند د دوه جنګي الوتکو رانسکورولو ادعا کړې ده.
خو هند ادعا کړې چې د پاکستان يوه الوتکه يې نسکوره کړې او خپله يوه الوتکه يې د لاسه ورکړې ده.
د نړيوالو پروازونو څارونکې فلايټ ريډار هم ويلي د هند او پاکستان په فضايي حدودو کې پروازونه اغېزمن شوي دي.
د پاکستان ځايي ميډيا ویلي سبا د زيارت، پنجشنبې د شپې ۱۲ بجو پورې به فضايي حدود بند وي خو چارواکو په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه دي ويلي.