لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان جګړې ته د پښتنو غبرګون: "دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ د زوره نه دي خبر"


واشنګټن ــــ د هند او پاکستان تر منځ روانې شخړې او جګړې ته پښتنو ټولنیزو فعالانو، سیاستوالو، شاعرانو او د ژوند له نورو برخو سره تړلو کسان هم غبرګون څرګند کړی او اکثرو یې جګړه د دغو دواړو هېوادونو په تاوان بللې ده.

د شمالي وزیرستان ځوانانو پر ټولنیزو رسنیو د خپلو ړنګو کورونو او د شلو-ګوډو خلکو او ماشومانو عکسونه ورکړي او ویلي یې دي چې که څوک جګړه غواړي نو له دوی دې پوښتنه وکړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال عبدالله ننګیالي پر ټویټر لیکلي:

"جګړه د تباهۍ او وینو تویولو نوم دی او امن د مینې او انسانیت نوم دی". ننګیال په یوه بل ټویټ کې دا شعر لیکلی: "تاسو جنګ ته ډېر خوشال یئ بیا به ژاړئ: که مو وکتل زمونږ ړنګ بازارونه او کورونه".

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ جګړه د تباهۍ نسخه بللې او ویلي یې دي چې دوی [د شمالي وزیرستان خلکو] د جګړې دا تباهي لیدلې ده. محسن داوړ پر ټویټر لیکلي:

"په اېټمي ځواک سمباله د نړۍ زیاته برخه ابادي لرونکې جنوبي اېشیا بصیرت لرونکي مشرتابه ته اړتیا لري. دواړو هېوادونو ته په کار دی چې په کلکه اراده د ترهګرۍ د ختمولو او د خپلو اوږدمهاله ستونځو د حل لپاره تر خپل منځ تاوتریخوالی ختم کړي".

پخواني سنېټر او سیاستوال افراسیاب خټک غوښتنه کړې، چې هند او پاکستان دواړه باید مخکې له دې چې تر منځ پېښه شوې وسلواله شخړه یې پسې و غزېږي او تم کول یې ګران شي، باید مخنیوی یې وکړي. افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي:

"توندروه ډلو د دواړو هېوادونو تر منځ پر هغه مثبته فضا برید وکړ، چې د کرتارپور دروازې د جوړولو په نتیجه کې را منځته شوې وه. دواړو هېوادونو ته پکار دی چې د وسلوالو په ضد ګام واخلي".

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان پر ټویټر پخپلو پرله پسې څو پیغامونو کې له هند او پاکستانه غوښتي، چې د شخړې پر ځای خپلې ستونځې د خبرو اترو له لارې حل کړي. اسفندیار ویلي ګوند یې د عدمِ تشدد پلوی دی ځکه نو د دواړو غاړو د تشدد خلاف دی:

"پارلمان اعلی اداره ده او پارلمان باید په دې حساس وخت کې خپل کردار تر سره کړي، که له تباهي وروسته مذاکرات کېږي نو تر بربادۍ مخکې خبرې کول هم څه بده خبره نه ده، هېواد په حساس حالت کې دی او دواړه هېوادونه باید د جذبې پر ځای له عقل او هوشه کار واخلي، جګړه د کومې شخړې حل نه دی".

د تعلیم او د ښځو د حقونو مبارز او د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي پر ټویټر لیکلي، چې د دوو اېټمي ځواکونو هند او پاکستان تر منځ هر ډول جګړه به په دواړو هېوادونو کې پر میلینونو انسانانو قیامت را ولي. ضیا الدین یوسفزي د جګړې په ضد په ویډیو کې خپل یو اوږد نظم هم وړاندې کړی چې ځینې مسرې یې داسې دي:

"جنګ فتنه ده وسوسه ده، جنګ د کرکې نتیجه ده: د خپل سیوري نه به تښتې، جنګ د ویرې اندېښنه ده: په رڼا پسې به ړوند شې، جنګ یو تکه توره شپه ده: جنګ هیڅ حل د شخړو نه دی، جنګ پخپله مسئله ده: د انسان په وینو پایي، جنګ هغه توره بلا ده".

پر ټولنیزو رسنیو ډېرو پښتنو بیا د پاکستان د نورو خلکو غوندې د جنګ په پلوۍ ویلي، چې په جګړه کې د پاکستاني پوځ تر څنګ درېږي او ځینو یې په خپلو ویډیویي پیغامونو کې هم هند ته ګواښونه کړي، چې هغوی ته خلکو د صاحب شاه صابر په دې بیت ځواب ویلی:

د سرو لمبو د غرغرو له شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG