لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوشما سوراج: که انسانیت ژغورو د ترهګرو پالونکي هېوادونه باید ترهګر وځپي


واشنګټن ــــ په عربي اماراتو کې د اسلامي همکارۍ د سازمان (او ای سي) غونډې ته د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د ترهګرۍ په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ خطر د مذهب څېرمه مسخ کړې او مذهبي عقیدې ته یې زیان رسولی.

په ابوظبۍ کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د پرله پسې 46مې دوه ورځنۍ غونډې په پیل کې سوشما سوراج وویل، ترهګري یواځې له پوځي، استخباراتي او سفارتي لارې له منځه نه شي تلای. مېرمن سوراج د پاکستان د نوم له اخیستو پرته وویل:

"که غواړو انسانیت و ژغورو هغو هېوادونو ته- چې پخپله خاوره کې یې ترهګرو ته پناه ورکړې او مالي ملاتړ یې کوي- باید ووایو چې د ترهګرو کېمپونه له منځه یوسي او هغوی ته له پناه ورکولو او مالي مرستو څخه لاس واخلي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په دې غونډه کې د سوشما سوراج د ګډون له امله احتجاجاً برخه نه ده اخیستې او اعتراض یې کړی چې هند د دې سازمان غړی نه دی، نو ولې یې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیره ور بللې ده.

خو د پاکستان پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند مرستیال مشر آصف علي زرداري د پارلمان غونډې ته ویلي، پکار وه چې د بهرنیو چارو وزیر د او ای سي په غونډه کې ګډون کړی وای او هلته یې د پاکستان دریځ وړاندې کړی وای.

مېرمن سوشما سوراج په نننۍ غونډه کې ویلي، دا د اسلامي همکارۍ د سازمان درنه ذمه واري او هغوی ته لویه موقع ده، چې باید انسانیت د امن او سوکالۍ لوړ مقام ته ورسوي او دغه مځکنۍ سیاره نه یواځې د خپلو خلکو بلکې د ټولې نړۍ لپاره د امن ځای وګرځوي.

"ترهګري او توندروي بېلابېل نومونه او علامتونه لري او مختلف هدفونه کاروي، خو په هر حالت کې د خپلې کامیابۍ لپاره د مذهب څېره مسخ کوي او د عقیدې ګمراهي پیدا کوي، ځکه نو د ترهګرۍ په ضد جګړه د کوم مذهب په ضد جګړه نه ده".

دا لومړی ځل دی چې هند ته د اسلامي همکارۍ د سازمان په غونډه کې برخه ورکړل شوې او دا غونډه په داسې وخت کې روانه ده، چې د کشمیر د پلوامه تر پېښې وروسته د هند او پاکستان تر منځ وروسته له هغه تاوتریخوالی پیدا شوی چې هند د فبرورۍ په 26مه د پښتونخوا په بالاکوټ کې د جیش محمد ډلې پر مرکز د برید او د دې ډلې د سلګونو تنو د وژلو دعوه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG