لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:داټومي هیوادونو هند اؤ پاکستان جګړه به ترځان وژنې کمه نه وي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي پاکستان به غیر ریاستي عناصرو ته دهیواد اؤ سیمې دامنیت په خطر کې داچولو اجازه ورنکړي اؤ د تندروه ډلو په ضد دګامونو اخستلو اراده لري.

برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره خبرو کې خارجه وزیر قریشي ویلي پاکستان اؤ هند دوه داسې اټومي ګاونډي هیوادونه دي چې جګړه کول به ورته له ځان وژنې په څیر ګام وي.

دپاکستان اؤ هند ترمینځ اړیکې وروسته له هغې سختې تاوژنې شوي چې په ۱۴مه فبرورۍ دهند پلوامه سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ۴۹ هندي سرتیري ووژل شول اؤ په پاکستان کې فعاله ترهګرې ډلې جیش محمد ددې بریډ‌ پړه پغاړه واخسته.

دپلوامه دترهګریز برید دپړې قبلونکي سخت دریځه تنظم جیش محمد پاکستان کې دفعالیت په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي شاه محمود قریشي وویل “په هره ټولنه کې تندلاري خلک وي،ایا هند کې داسې خلک نشته،دا په ګجرات کې چې څه وشول،چا وکړل،دچا په وینا یې وکړل؟”

هغه وویل په یو بل پسې میزائیل راخستل دستونزو دهواري لاره نه ده بلکې ستونزې یوازې په خبرو هواریږي، پاکستان هند ته دخبرو اؤ‌امن پېغام ورکړی خو دهند وزیراعظم تراوسه دغه پیغام ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دبهرنیو چارو وزیر وویل تر دې مهاله په کوټلي باور نه شي ویل کیدلی چې ګنې جیش محمد ډله دپلوامه برید کې لاس لري خو پاکستان دغه ډله بیا هم ناچله ګرځولې،دپنجاب بهاولپور سیمه کې ددې ډلې تش په نامه مرکزي دفتر حکومت خپله ولقه کې اخستی اؤ که هره تندروه ډله یا غیر ریاستي عناصر دپاکستان اؤ سیمې امن

دګواښ سره مخ کوي نو پاکستان یې په ضد دګامونو اخستلو اراده لري

هند دپلوامه دبرید ذمه وار دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي ګڼي اؤ روانه اوونۍ یې دعوه کړې وه چې دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په بالاکوټ سیمه کې یې دجیش محمد ډلې دځانمرګیو د روزنې یو ستر مرکز په هوایي برید کې تباه کړی دی.

په پاکستان کې دهندي الوتکو له برید یوه ورځ وروسته پاکستان هم دعوه کړې وه چې دهند دوه الوتکې یې رانسکورې کړي چې په دې دهند اؤ پاکستان اړیکې بې کچه تاؤژنې شوې دي.

شاه محمود قریشي وویل دهند اؤ پاکستان ترمینځ تاؤ تریخوالی اوس هم پځائ دی،د دواړو هیوادونو پوځونه اؤ الوتکې چمتو ولاړې دي، مونږ دهند نه هیله کوؤ چې په وضعیت به ځان پوهه کړي اؤ خبرو ته به راوړاندې شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG