لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمولانا سمیع الحق په وژنه کې دهغه سکتر ونیول شو


دپاکستان د یو ستر طالب پلوه سیاسي مذهبي مشر مولانا سمیع الحق د وژنې په تور پولیسو دهغه سکتر احمد شاه نیولی دی اؤ وایي هیله ده ډير زر به دمولانا د وژنې پشا دپرتې کېسې نه پرده پورته کړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دخالي په ورځ د پولیسو د یو مشر له خولې لیکلي چې د پلټنو په مهال د مولانا سیمع الحق سکتر سید احمد شاه خپل بیانونه بدل کړي رابدل کړي دي.

مولانا سیمع الحق تیرکال په دویم نومبر دپینډۍ په بحریه ټاؤن کې دخپل کور دننه په جړو وهل شوی اؤ وژل شوی ؤ.

دهغه له وژنې وروسته پولیسو دهغه سکتر احمد شاه نیولی ؤ خو دمولانا د زوئ په وینا یې جنازه کې دګډون دپاره پرېښودی ؤ چې له هغې وروسته نوموړی تښتېدلی ؤ اؤ اوس یو وارې بیا پولیسو نیولی دی.

پولیس وایي احمد شاه ورته وړومبی ویلي وؤ چې کله مولانا سیمع الحق وژل کیدلو نو هغه د کور نه بهر د اوبو راوړلو دپاره وتلی ؤ خو کور ته یې دبهر نه قلف اچولی ؤ اؤ په وروستي بیان کې یې ویلي دي چې دکور دروازې ته یې قلف نه ؤ اچولی.

پولیس وایي په کومه کوټه کې چې مولانا سیمع الحق وژل شوی ؤ دهغې نه یې د مولانا د وینو نمونې ترلاسه کړي اؤ د ډي این ای دپار یې لیږلي دي خو اوس د ډي‌ این ای رپورټ ته انتظار کوي .

پولیس دا هم وایي چې دمولانا سیمع الحق د موبائیل ټوله ډیټا یا معلومات ورته په لاس ورغلي دي اؤ داحمد شاه له نیونې وروسته به اوس د مولانا سیمع الحق د وژنې تر شا علتونو معلومیدلو کې مرسته وشي

XS
SM
MD
LG