لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند او پاکستان شخړه: د پي اېس اېل د لاهور سيالۍ کراچۍ ته منتقل کړی شوي

د پاکستان او هند د تازه شخړې وروسته د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) څلورم په لاهور کې ټاکل شوې د کرکټ سيالۍ کراچۍ ته منتقل کړی شوي دي.

په لاهور کې د پي اېس اېل درې او کراچۍ کې پينځه سیالۍ ټاکل شوې وې خو دا ټولې سيالۍ به اوس په کراچۍ کې کیږي.

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) ويلي ؤ په لاهور کې سوداګريز پروازونه وروسته شوي ځکه د لاهور نه سيالۍ کراچۍ ته منتقل کړی شوي دي.

د پي سي بي مشر احسان ماني ويلي د پي اېس اېل د ټولو لوبډلو د مالکانو سره يې خبره شوې او د دوي هدف دا سيالۍ په پاکستان کې کول دي.

د پي سي بي د نوؤ ټاکل شوؤ نېټو ترمخه د کراچۍ په نيشنل سټيډيم مېدان کې به لومړۍ سيالۍ په نهم مارچ د لاهور او اسلام اباد لوبډلو، په لسم مارچ د کراچۍ او کوټې، په ۱۱م د لاهور او ملتان او کراچۍ او پېښور لوبډلو ترمنځ کيږي.

په ۱۳م، ۱۴م او ۱۵م وروستۍ سيالۍ ټاکل شوي او په ۱۷م مارچ به فاينل وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG